د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ وټه پور کې د ناټو او طالبانو په بریدونو کې ملکيان مړه دي


د کونړ وټه پور کې د ناټو او طالبانو په بریدونو کې ملکيان مړه دي

د کونړ وټه پور کې د ناټو او طالبانو په بریدونو کې ملکيان مړه دي

د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي چې تېره ورځ مازيګر د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو دوه توغوندي په سيمه کې د پرتو بهرنيو ځواکونو پر پوځي هډه راوتوغول چې دغه توغوندي د خلکو کورونو ته څېرمه ولګېدل.

وحیدي وايي، په دې پیښه کې څلور تنه زخمي شول. وحيدي وايي د توغونديو له توغولو سره سم سيمې ته الوتکې راورسېدې او يو شمېر مشکوکې غرنۍ سيمې يې تر بريد لاندې راوستې چې پر همدغه هوايي بريد کې د سيمې درې تنه ووژل شول او يو تن زخمي شو.

د سيمې يو اوسېدونکى چې خپل نوم واصفي ښيي وايي، پدې هوايي بريد کې چې ددغې ولسوالۍ د قمچۍ پر سيمې شوى درې تنه وژل شوي ولسي خلک دي.

د قمچۍ کلي بل اوسېدونکى محمد حنيف بیا وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه د ښوونځي زده کوونکي دي چې غره ته د خسوخاشاک ټولولو لپاره تللي وو.

د ناټو عسکرو لا تر دا مهاله ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې هم ددغو پېښو مسووليت په غاړه نه دى اخستى.

په کونړ کې تر دغو پېښو وړاندې هم د بهرنيو او وسله والو مخالفينو په بريدونو کې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د جلال آباد پر هوايي ډګر برید

تېره شپه د جلال اباد پر هوايي ډګر وسله والو مخالفينو بريد وکړ. ددغه ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه عسکر زخمي شوي دي.

عبدالزی وايي، بريدکوونکيو په دغه بريد کې لومړى له لاسي بمونو کاراخستى دى. دى وايي تر دا مهاله ددغه بريد په تور څوک نيول شوي نه دي.

دا لومړى ځل نه دى چې پر دغه هوايي ډګر بريد کېږي.

لغمان کې عملیات

ددغه ولایت چارواکي وايي چې ايتلاف ځواکونو په دغه ولايت کې د يو لړ عملياتو پر مهال دوه تنه مشکوک کسان وژلي اودوه تنه يې زخميان کړي دي.

ددغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس فيضان الله پټان وايي چې دغه عمليات د لغمان د قرغيو ولسوالۍ د چارباغ په سيمه کې تر سره شوي دي چې په ترڅ کې یې يو داسې کس وژل شوى دى چى د کابل جلال اباد پر لاره بريدونو کې يې لاس درلود او هم يې له نورو سيمو نه دغه ځاى ته وسله وال مخالفين رالېږدول .

ايساف ځواکونوهم د يوې خبرپاڼې له لارې دعوه کړې چې دوی په دغه ولايت کې د عملياتو پر مهال پنځه تنه وسله وال مخالفين وژلي دي.

XS
SM
MD
LG