د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې د وژل شویو امریکايي عسکرو په یاد غونډه


کونړ کې د وژل شویو امریکايي عسکرو په یاد غونډه
کونړ کې د وژل شویو امریکايي عسکرو په یاد غونډه

په افغانستان کی د وژل شویو امریکایی عسکرو په یاد او سرښندنی ته د درناوي په هدف ځانگړي مراسم په کنړ کی ترتیب شول.

شپږ خولۍ، شپږ موزې، او شپږ ټوپک ، دا د هغو امریکایي عسکرو وو چی د کنړ ولایت په جنگ جگړو کی ووژل شول.

دوی د افغانستان د جگړې په لړ کې د یوه زښت خونړي جنگ په لړ کی ووژل شول.

ډګرمن جان واول: (زمونږ دښمن ځان له پخوا قوی کړی او د بریدونو شمیر یی هم ورځ په روځ تر دی حده زیاتیږی چی له پامه مو نشو غورځولای)

د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د پسرلنیو حملو د مخنیوي او شنډولو په لاره کې نړیوالې قواوې وايي ۱۳۰ مخالفین یې وژلي دي.

خو د طالبانو په دغه مرکز باندې د برید بیه هم گرانه وه.

د کوگر ټولي درې تنه عسکر چی د یوې میاشتې نه په کمې مودې کې بیرته کور ته ستنیدل ، په همدغو عملیاتو کې ووژل شول.

ضابط براین سمیت: (ما د خپلو ملگرو غږ اوریدو چی ویل یی لگیدلی دی. زړه می راته ویل چی ځان اوباسه خو زه د خپلو ملگرو ملاتړ ته پاتی شوم

دا په رښتیا د هغوی د ژوند وروستی ماموریت و، خو د هر یوه سر تیری برگېس، فاکنر او فېلد هوز قرباني به ژر او په اسانی له یاده ونه باسو.

دا د هر یوه سرتیری پخه ژمنه ده چی د عملی کولو کولو سوگند یی پر ځای کړی).

XS
SM
MD
LG