د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په کندز کې لسګونه افغان سرتیري محاصره کړي


سیمې ته نور ځواکونو رسیدلې محاصره شوي سرتېري وژغوري ولسوالي هم له طالبانو بېرته ونیسي.
سیمې ته نور ځواکونو رسیدلې محاصره شوي سرتېري وژغوري ولسوالي هم له طالبانو بېرته ونیسي.

وسله والو طالبانو د کندز د چاردرې ولسوالۍ د سقوط پر مهال ۷۰ امنیتي ځواکونه هم محاصره کړي دي.

د افغاستان د پوځ د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد وایې چې د چاردرې په ولسوالۍ کې ۷۰ افغان سرتیري د مخالفینو په محاصره کې دي او د هغوی د خوشې کولو هڅه کوي.

ده وویل" یو شمیر عسکر چې د مخالفینو په قید کې راغلي له هغوي سره اړیکې قطع شوي دي او هڅه کوو چې څنګه يې له محاصرې خلاص کړو."

د شبنې په ماښام له روژه ماتي سره سم د چاردرې ولسوالۍ پر انګړ د طالبانو وسله والې ډلې ورننوتې، د لارې په اوږدو کې امنیتي پوستو د ځواکونو د بشپړ وتلو په موخه پر مخالفینو ډزې کولې، خو ولسوالي له سقوط نه بچه نشوه کړې.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالصبور نصرتي وایي چې په دغې جګړه کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې په جګړه کې درې افغان سرتیري هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

بیګاه ټوله شپه امنیتي قواو له طالبانو سره په جګړه کې تیره کړه، د طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې کرښه د چاردرې سیند پر غاړو جوړه شوه.

د یکشنبې تر ماسپښین پورې د ملي اردو هغه سرتیري چې تېره شپه یې په جګړه کې ویښه تیره کړې، د قیرسړک تر څنګ د ونو سیوري ته او ځینې يې په خپلو زغروالو موټرو کې ویده وو، د قیر سړک پر سر د مرمیو له پوچکونو معلومېده چې تیره شپه څومره مرمۍ ویشتل شوي دي.

طالبانو د شنبې په ورځ له روژه ماتې وروسته د کندز د چاردرې ولسوالي ونیوله.
طالبانو د شنبې په ورځ له روژه ماتې وروسته د کندز د چاردرې ولسوالي ونیوله.

د پله په سیمه کې د ملي اردو سرتیري دې ته اماده دي چې پر مخالفینو حمله وکړي، د دفاع وزرات د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وایې چې دوي به هڅه وکړي چې د چاردرې ولسوالي بیرته ونیسي" مخالفینو د چاردرې ولسوالۍ نیولې خو مونږ چې اوس د چاردرې ولسوالۍ د پله په سیمه کې ولاړ یو تر ټولو جنګي عسکر راغلي او د ولسوالۍ د بیرته نیولو هڅه کوي."

مراد علي مراد وایې چې مخالفین یې هڅه کوي چې په چاردره کې خارجي اتباعو ته ځای پیدا کړي او د هغوي د اوسیدو زمینه برابر کړي "د چاردرې ولسوالۍ د بیرته زر نیولو لپاره عجله نه لرو، چې نن دغه ولسوالۍ بیرته ونیسو، مونږ کوشش کوو چې خلکو ته زیان وانه وړي او د خلکو د کار وخت دی نو په قرار سره به د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوو."

یو افغان سرتیری چې له محاصره شویو سرتیرو سره یې د ټلیفون پر کرښه خبرې کولې ډاډ يې ورکاوه چې دوی بېرته عملیات کوي او د خلاصون لپاره یې زیاته قوه راغلی ده، دغه افغان سرتیري محاصره شویو سرتیرو ته ډاډ ورکاوه چې د خپلو نورو ملګرو حوصلې هم لوړې وساتي.

له سیمې څخه یو شمیر نارینه او ښځې په سوځوونکي لمر کې د ښار پر لور روانې وې.

په کندوز کې د لومړي ځل لپاره یوه ولسوالي سقوط کوي، خو له چاردرې پرته یو شمیر نورې ولسوالۍ هم شته چې یوازې د مرکز انګړونه يې له دولتي قواو سره دي.

طالبانو پر ارچې هم برید کړی

اخوا لسګونو طالبانو د کندز د ارچې په ولسوالۍ هم برید کړی دی.

د ارچي ولسوال نصر الله سعدي وایې چې تقریبا ۲۰۰ وسله والو طالبانو د ارچي ولسوالۍ په مرکزي امنیتي پوستو برید کړی و، او ۲۰۰ تنو نورو د قرلق په نامه کلي باندې برید کړی و چې د ولسوال په خبره له ماتی سره مخامخ شول.

هغه وایې چې طالبان د ارچي ولسوالۍ له یو کیلو مترۍ سره پراته دي.

سعدي زیاتوي چې په جګړه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي. نوموړی وایې چې په دغه جګړه کې یو محلي پولیس هم وژل شوی دی. د ارچي ولسوال زیاتوي چې د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالسلام ددغې جګړې په سر کې و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG