د لاس رسي وړ اتصالات

په کندزیانو څه تېریږي


د څو اولادونو یوه مور وايي ټوله شپه یې خوب نه دی کړی، او د خپل عزت ساتلو لپاره یې هرڅه پرېښودل او له ښاره ووتله.
د څو اولادونو یوه مور وايي ټوله شپه یې خوب نه دی کړی، او د خپل عزت ساتلو لپاره یې هرڅه پرېښودل او له ښاره ووتله.

د کندوز ښار اوسېدونکی او د مخابراتو د ریاست مامور نورالله وايي بیګا شپه په ټولو هغو کسانو باندې سخته ویره تېره شوی چې په دولتي ادارو کې یې ماموریتونه درلوده.

هغه زیاتوي "ما ټوله شپه خوب نه دی کړی ځکه چې هر شېبه مې فکر کاوه چې د کور دروازه به مې ټک ټک شي او د مرګ لپاره به مې وباسي."

نور الله وايي نن سهار خبر شو چې په ځینو ځایونو کې طالبانو یو شمیر کسان په دې خاطر وژلي چې ماماګان، کاکان او یا نور نژدې خپلوان په پولیسو او ملي اردو کې دندې لرلې.

هغه وايي یو ځوان د خپل کور د دروازې په مخکې ووژل شو"په مزارشریف کې د پولیسو د تعلیم و تربیې د اکاډمۍ د قوماندان عبدالرحمن اقتاش وراره یې د خپل کور په دروازه کې په ډزو ویشتلی او وژلی دی."

خلیل چې په کندوز کې د سندرو د سي ډي ګانو او کیسټو دوکان لري وایې چې طالبان د سندرو مخالف دي نو ځکه ویره یې چې په کومې ستونزې کې ګېر نشي.

هغه د امریکا غږ ته وویل "وخت یې پیدا نه کړ چې زما د کیسټو دوکان وسوځوي او یا یې تخریب کړي، ځکه چې په جګړه کې اخته وو او که وخت یې پیدا کړی وای نو خامخا یې د کیسټو دوکانونه ورانول."

هغه زیاتوي چې دی له همدغې لارې د کور لپاره روزي ګټي.

سهیلا د کندوز پوهنتون محصله او مدني فعاله ده، هغه وایې چې دوی هم له دولتي قواو سره یو ځای له ښاره ووتل"افغان ځواکونو راته ویل چې د دوي د کورونو سیمه کې کیدای شي سخته جګړه وشي، نو ځکه له کوره راووتل."

هغه زیاتوي چې د کور د ساتنې لپاره یې وروڼه او پلار په کور کې پاتی دي او نور ټول وتلي دي "مال او جایداد مهم نه دی بلکه نجونو او پیغلو ته تر ټولو د هغوی عزت مهم دی. دا جنګ دی او هر څه په کې پېښېدی شي."

بي بي جان د ښځو چارو د دفتر ماموره ده هغه وایې چې ښځې تر نور ډېر له جګړو نفرت کوي ځکه چې اولادونه میړونه او وروڼه یې په کې وژل کیږي.

د هغې کور چې په ښار کې دی وایې چې د طالبانو له ویرې په لوړ غږ خبرې نه شي کولی "همدا اوس هم په خپل کور کې د طالبانو له ویرې په لوړ غږ خبرې نه شم کولی او طالبان چې کله ښار ته داخل شول په لومړي سر کې يې د یوې ښځې له خوا جوړه شوې راډیو سوځولې ده."

بي بي جان وایې چې له ویرې چاته خپل ځای هم نه ښیي" زه له ویرې خپلو خواخوږو ته هم خپل ځای نه ورښایم چې چیرته تللې یم، خو هغه ښځې چې په دولتي ادارو او یا هم موسیسو کې يې کار کاوه ځانونه یې ویستلي دي."

بي بي جان زیاتوي چې د ښځو لپاره له ځانه مهم د هغې اولادونه وي او ددې اولادونو له هر ډز سره چیغې وهلی او ویریدل. نو د اولادونو ویره یې هره شیبه ددې لپاره مرګ دی.

هغې په پای کې وویل چې تیره شپه یې تر سهار خپل اولادونه قرارول او خوب یې نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG