د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ښايي د کندز په پيښه کې بایومټرک کارولی وي


هلمند ٢٠١٢، د ملي پولیسو د سرتیري د سترگو نښه په بایومټرک سېسټم کې ثبتیږي
هلمند ٢٠١٢، د ملي پولیسو د سرتیري د سترگو نښه په بایومټرک سېسټم کې ثبتیږي

طالبانو ښايي د چهارشنبې په ورځ په کندز ولایت کې د یرغمل شوو کسانو د پیژندنې لپاره له بایومټریک یا د ګوتو د نښان د پیژندګلوي له ټکنالوجۍ نه کار اخیستی وي.

د پولیسو د ٨٠٨ سپین زر زون قوماندان شېرعزیز کامه وال امریکا غږ ته وویل "طالبانو تېر کال د کندز د نیولو پر مهال د کندز د ښار څخه د بائیومټرک دسگاه وړي وه او اوس یې انجنیران پیدا کړي دي چې هغه استعمالوي".

جنرال کامه وال وویل چې په وژل شویو کسانو کې د پولیسو او ملي اردو ترخیص شوي سرتیري و او یوازي یو کس د محلي پولیسو برحاله سرتیری و.

طالب وسله والو د چهارشنبې په سهار شاوخوا ١٥٠ مساپر له بسونو ښکته کړل او یو شمیر یې له ځانه سره د یرغمل په توګه بوتلل.

د پولیسو د ٨٠٨ سپین زر زون قوماندان وایي د ١٨ وړل شویو کسانو څخه ١٠ کسان نن ماښام د سیمې د قومي مشرانو په مرسته له بنده را خوشي شول خو پاتي ٨ کسان لاهم له طالبانو سره دي.

طالبان وايي چې ۲۶ تنه افغان پولیس او ځانګړي ځواکونه یې نیولي، چې شپږ تنه یې وژلي دي. طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې نیول شوي کسان ملکیان نه دي.

زاد شوي کسان وایي چې طالبانو څلور کسان ځای پر ځای ووژل، یو کس یې د کښتۍ څخه اوبو ته واچولو، پنځه نور د هوئیت تر تثبیت وروسته ووژل او ١٨ یې د ځان سره بوتلل.

دوي دغه راز وایي چې طالبانو دوی د انگور باغ د سیمې یو جومات ته بوتلل او هلته یې په یو ماشین (بائیومټرک) باندې د دوی د گوتو نښانونه وکتل.

بائیومټرک هغه دستگاه ده چې د هویت پاڼې د اخیستلو پر مهال د خلکو د گوتو نښانونه په کې ثبت کیږي او د شخص عمر، ځای، دنده او نور ډېر مالومات پکې خوندي کیږي.تر دې مخکې د کندز ولایت مطبوعاتي دفتر یو تن مامور نعمت الله تیموري امریکا غږ ته ویلي وو چې یرغمل شوي مسافر د عمرخیلو یعقوب بای کلي ته بیول شوي دي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG