د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې طالبانو سره د مرستې په تور ١٢پولیس نیول شوي


ناټو او افغان قواوو په کندز کې پراخ عملیات کړي
ناټو او افغان قواوو په کندز کې پراخ عملیات کړي

کله چې په کندز کې د دوو ماشومانو له تښتولو وروسته د تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه، د کندوز والي مطبوعاتو ته وویل چې یوازې دا نه چې ځینې پولیس په تښتونو کې لاس لري، بلکې یو شمیر نور يې د دولت له مخالفو وسله والو یا طالبانو سره هم مرسته کوي.

د کندوز والي دا څرګنده نه کړه چې پولیس له مخالفو وسله والو سره څه ډول مرسته کوي، خو ویې ویل " نه یوازې دا چې په انسان تښتونو کې د پولیسو لاس درلودل نه ردوو، بلکې د ۳۲ تنو پولیسو د نیولو پروسه روانه ده چې له ترهگرو او طالبانو سره په مرستې تورن دي. دولس تنه يې اوس نیول شوي چې یو تن يې ساتنمن و او د ولایت په دروازه کې د والي د ساتنې په موخه مقرر شوی و. صفونه ناپاک دي، د دښمن او اختطاف کوونکو کسان په کې شته."

خو د کندز د امنیې قوماندان عبدالصبور نصرتي چې له والي محمد عمر سره یو ځای مقرر شوی، وايې چې دوي ټول هغه رپوټونه ردوي چې ګویا پولیس له تروریستانو او یا طالبانو سره مرسته کوي.

هغه زیاتوي، هغه طالب چې پولیسو نیولی نو څنګه کیدای شي چې پولیس ورسره مرسته هم وکړي، خو کله چې ترې د ارچي په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د نیولو په اړه وپوښتل شول چې له طالبانو سره يې مرسته کوله هغه وویل " ځینې خلک طالبان استخداموي او ځینې بیا غواړي چې د طالبانو په ګټه تبلیغات وکړي، خو داسې کومه خبره نشته چې پولیسو له طالبانو سره مرسته کړي وي."

د کندز والي محمد عمر ساپي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د تښتوونکو هغه ډله يې هم په کابل کې نیولې چې د کندز د تښتوونکو له ډلې سره يې لاس درلوده. هغه زیاته کړه چې هغه څلور تنه پولیس چې د یو صراف د تښتونې په قضیه کې له دندو ګوښه شوي تر اوسه پرې د تښتونو په پیښو کې د لاس درلودو کوم ثبوت نشته، خو یوازې دندې ته د نه پاملرنې په خاطر يې له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.

د کندوز والي وایې ژمن دی چې په کندوز کې امنیت راولي، په ادارو کې فساد او وظیفوي غفلتونه له منځه یوسي او د خلکو لپاره د هوسا ژوند کولو زمینه برابر کړي.

هغه څو ځلې له خلکو سره په غونډو کې دا هم ویلي چې که کار ته چا نه پریښوده او یا يې د کارونو مخنیوی کیده، نو له دندې به لاس اخلي.

XS
SM
MD
LG