د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز نوې ولسوالۍ د کندوز ښار ته گواښ دي


د کندوز ښار تیر کال دوه ځلې طالبانو ونیو خو امنیتي ځواکونو ډېر ژر بیرته ونیولو.
د کندوز ښار تیر کال دوه ځلې طالبانو ونیو خو امنیتي ځواکونو ډېر ژر بیرته ونیولو.

د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي چې که په کندوز کې درې نوې تشکیل شوې ولسوالۍ له طالبانو ونه نیول شي کیدای شي تر څنګ یې پخوانۍ ولسوالۍ هم سقوط شي.

په کندوز کې د امنیت د ټینګښت په موخه تیر کال درې نوې ولسوالۍ اقتاش، کلبات او ګلتپه په نومونو جوړې شوې، خو لا هم په دغو سیمو کې د دولت مخالف وسله وال حاکم دي.

ددغو نویو جوړو شویو ولسوالیو لپاره د مامورینو تشکیلونه بشپړ شوي خو لا یې هم مامورین سیمې ته د دندې لپاره د ناامنۍ له وجې نه شي تللای.

د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي درې نوې ولسوالۍ ولسوالان او د امنیې قوماندانان لري او تشکیلونه یې بشپړ شوي دي، مګر دغه ولسوالۍ د طالبانو تر تسلط لاندې دي.

ښاغلی امرالدین زیاتوي "کله چې ولسوالۍ جوړیږي او د دولت تر ولکې لاندې نه وي او د سیمې د نیولو اراده هم ونه نیول شي نو کیدای شي نورې ولسوالۍ ورسره هم سقوط وکړي".

کلبات د امام صاحب ولسوالۍ یوه لویه برخه وه چې اوس ځانګړې ولسوالۍ ده. اقتاش د خان اباد ولسوالۍ برخه وه او ګلتپه چې پخوا په ګورتیپه باندې مشهوره سیمه وه د ښار اړونده سیمه وه چې اوس دغه سیمې له تیر یو کال راهیسې بیلې بیلې ولسوالۍ شوي دي.

ددغو دریو نویو جوړو شویو ولسوالیو لپاره ټول اداري تشکیل پوره دی خو مامورین یې په کورونو کې ناست دي.

د کندوز د امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي وايي چې ددغو دریو نویو تشکیل شويو ولسوالیو د امن کولو لپاره به دوي سږ کال اقدام کوي چې د طالبانو تر تصرف یې وباسي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي "دغه درې ولسوالۍ چې نوې جوړې شوي په روان کال کې تر پلان لاندې دي چې سیمې یې امن شي ځکه جمهور ریس هم امر کړی چې باید سږ کال ددغو ولسوالیو د جوړیدو لپاره شرایط مساعد شي".

د کندوز خلک بیا وايي چې جګړه د ښار تر دروازو رارسیدلې، دولت باید طالبان د ښار له شاوخوا سیمو په شا کړي او وروسته له هغې ددغو نویو ولسوالیو د ځای پر ځای کولو لپاره هڅه وکړي.

د کندوز د ښار یو تن اوسیدونکی میرزا محمد وايي چې د ښار په منځ کې د شاو خوا جګړې ډزې اوریدل کیږي. هغه زیاتوي "بازار کې د ډزو غږ اوریدل کیږي، خلک د جګړې له سیمې کډه شوي، او په کندوز کې ۲۴ ساعته جګړه وي، دولت باید ولس له دغه جنجاله خلاص کړي".

د کندوز اوسیدونکي وايي چې د دغو دریو نویو جوړو شویو ولسوالیو مرکزونه هغه سیمې دي چې د طالبانو کلک مرکزونه ګڼل کیږي. که په خان اباد کې د اقتاش، امام صاحب کې د کلبات او د ښار اړوند د ګلتپې سیمې امن شي د کندوز زیاته برخه به د دولت تر ولکې لاندې راشي.

XS
SM
MD
LG