د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز د ګمرک عایدات زیات شوي دي


د کندوز د ګمرک عایدات زیات شوي دي
د کندوز د ګمرک عایدات زیات شوي دي

د تیرو کلونو په پرتله د کندوز د ګمرک په عایداتو کې اتلس فیصده زیاتوالې راغلې، د ګمرک مسولین د عایداتو د لوړیدو علت په سیمه کې د تجارت پراختیا او د ګمرک په اداره کې د فساد مخنیوی بولي.

د کندوز د ګمرک ریس فضل الله فاضل وایې چې تر اوسه لا یو کال نه دې پوره خو د تیر کال په پرتله ددوي عواید اتلس فیصده زیات دي، نوموړې وایې: " د تیر کال په نسبت د ګمرک عواید اولس اتلس فیصده زیات دي خو سږ کال د کال دوه میاشتې نورې هم پاتي دی، تیر کال په زیاته اندازه موټرو کې تجارتي مالونه صادر شوي خو سږکال د موټرو شمیر هم کم دی خو بیا هم زمونږ عواید زیات دي."

فیض الله فاضل، د کندز د ګمرک رییس
فیض الله فاضل، د کندز د ګمرک رییس

فاضل وايي: " د هر ملک تر څنګ چې کوم ملک وي د هغه اقتصاد پر بل ملک هم مثبتې اغیزې لري او هم منفي، زمونږ ګاونډي هیواد تاجکستان دی او د هغوي اقتصاد هم پیاوړې نه دی، زمونږ عایدات تازه میوه او په زیاته اندازه سیمټ دی"

فضل الله فاضل وایې چې د افغاني تولیداتو صادرات هم لري خو کم دی، هغه وایې چې له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته وچه میوه او چپلکې چې د افغانستان تولیدات دي وړل کیږي " وچه میوه هم له افغانستان نه صادریږي خو په کمه اندازه او چپلکې هم دي، خو له دغو مالونو نه مونږ یوازې الیکترونیکي فیس اخلي."

د کندوز په ګمرک کې څو لوی لارۍ موټرې ولاړې وې چې کاریګرو ترې تجارتي مالونه نورو موټرو ته انتقالول، هغه سوداګر چې د شیرخان بندر له لارې تجارتي مالونه منځنۍ اسیا ته وړي وایې هغه وخت چې د امو پر سیند پول نه و جوړ شوی دوي به خپل تجارتي مالونه د کښتۍ له لارې په ستونزو سره تاجکستان ته اړول، خو د پله په جوړیدو سره یې ستونزې حل شوي دي.

XS
SM
MD
LG