د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز جگړو تر ټولو زیات ولسي خلک زیانمن کړي


د چاردرې د سیند پر غاړه د هغه کلي له کورونو څخه اوس هم لوګي پورته کیږي چې تیره ورځ ترې طالبانو د سنګرونو په توگه استفاده کړې وه.

د امریکا غږ د خبریال په وینا د چاردرې یو شمیر کورونه کنډواله شوي، د شولو فصلونه، د خټکیو پالیزونه او سبزیجاتو کروندی د مرمیو خوراک شو ي دي.

په کندوز کې جګړه په داسې وخت او موسم کې پیل شوی چې دهقانانو یوازې د غنمو نیمګړي حاصلات اخیستي
په کندوز کې جګړه په داسې وخت او موسم کې پیل شوی چې دهقانانو یوازې د غنمو نیمګړي حاصلات اخیستي

له کلیو او د جګړې د سیمې له اوسیدونکو پرته د ښار خلک هم په اندیښنو او تشویش کې ژوند کوي، د دغو کلیو زیات شمیر خلک یا ښار ته راغلي او یا هم هغه سیمو ته تللي چې د جګړې له ځایه لرې دي.

یوه ښځه او خاوند چې په کور کې يې مرمۍ لګیدلي وایې چې "څاروي يې په جګړه کې تلف شوي دي خو دوي خدای ساتلي."

هغه وايي کور یې خوشې پریښی، او اوس ورسره غم دی چې څوک ېې چور نه کړي "غوايي مې په مرمیو مړ شویدی. ماشومان مې له لوږې مړه شویدي."

د چاردرې د سیند پر غاړه د هغه کلي له کورونو څخه اوس هم لوګي پورته کیدل چې تیره ورځ ترې طالبانو د سنګرونو په څیر استفاده کوله.
د چاردرې د سیند پر غاړه د هغه کلي له کورونو څخه اوس هم لوګي پورته کیدل چې تیره ورځ ترې طالبانو د سنګرونو په څیر استفاده کوله.

د کندز ښاریانو اندیښنې هم بې ځایه نه دي. د کندز اوسیدونکي وايي چې د خلکو پاخه پالیزونه وسوزیدل. کروندگر خپل فصلونو ته حیران دي. د کندز حالات د پخوا په څېر اندیښمن دي. خپل وطن کې بې کوره شوي دي.

په کندز کې جګړه په داسې وخت او موسم کې پیل شوی چې کروندگرو یوازې د غنمو نیمګړي حاصلات اخیستي، خو د اوړي د موسم حاصلات یې جګړو خراب کړي دي، او په دې وجه بزگرانو او کروندگرو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG