د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز والي دیني عالمانو ته : خلک د حکومت ملاتړ ته راوبلئ


د کندوز والي اسدالله عمرخیل ددغه ولایت تقریبا پنځه سوه دیني عالمانو سره په یوه غونډه کې په دې خبرې وکړې چې علماء باید له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي او محلي چارواکي پرینږدي چې په غلطو لارو او فساد کې ښکیل شي.

هغه دا هم وویل چې ټولنه په علماو راټوله او اباده ده، که علماء د یو حکومت ملاتړ ونه کړي هغه حکومت نه شي پاتي کیدلې.

د کندوز دغو راټولو شویو امامانو او دیني عالمانو هم له دولت څخه د ملاتړ تر څنګ وویل چې که حکومت دوي ته قدر ورکوي نو دوي هم له خپل موجود نظام څخه ملاتړ کوي، یو تن مولوي محمد ایوب بیا غوښتنه درلوده چې افغان ځواکونه باید د تالاشیو پر وخت د دیني عالمانو سپکاوې ونه کړي

" له افغان ځواکونو مو غوښتنه داده چې په چاپو او تالاشیو کې د علماو خیال وساتي."

د کندوز والي اسدالله عمرخیل وویل چې په اوسني نظام کې په زرګونو ستونزې شته خو همدغه دیني عالمان دغه تشې ډکولای شي: " دا حکومت چې په افغانستان کې اقتدار ته رسیدلی په زرګونو نواقص لري همدا علماء دې پاڅیږي او دغه نواقص دې له منځه یوسي، نوره نړۍ د خپل پرمختګ لپاره فکر کوي خو مونږ له یو بل سره په جګړه اخته یو."

هغه زیاته کړه چې محلي حکومت د علماو مشورو ته ضرورت لري او غواړي ددوي په مشوره سالمه اداره رامنځ ته کړي.

اسدالله عمرخیل وویل دیني عالمانو ته به خطاب کې وویل " زما هر عمل چې ستاسو او د اسلام خلاف و ماته لار وښايي او ما مه پریږدئ چې په خطا لار مخکې لاړ شم، تاسو هر یو زما په موجودیت کې د محلي حکومت په هر ځای کې والیان یاست."

په کندوز کې په لومړي ځل د ټول ولایت په کچه دیني عالمان د ولایت له خوا راغوښتل شوي وو او د اوسني نظام د ملاتړ غونډه یې جوړه کړې وه.

د دغه ولایت عام خلک هم وايي چې که دیني عالمان په خپلو خطبو کې د اوسني نظام ملاتړ وکړي کیدای شي د هغو ځوانانو شمیر کم شي چې د مخالفینو له تبلیغاتو متاثر کیږي او د هغوي له وسله والو سره یو ځای کیږي.

د کندوز والي په داسې حال کې له دیني عالمانو سره له اوسني نظام څخه د ملاتړ غونډه کوي چې د هوا په ګرمیدو سره یو ځل بیا په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو تر منځ جګړې زیاتې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG