د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې وسله والو اربکیانو ۱۱ کسه وژلي


د کندوز ښار اړونده سیمه کنم کې هغه وخت وسله والو اربکیانو په کلي برید وکړ چې تیر ماښام د دوي یو تن وسله وال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی و او جسد یې ورته په همدغه کلي کې اچولې و.

د کنم اوسیدونکي د قوماندان قدیر په نامه یو تن وسله وال چې د دولت په ملاتړ یې وسله اخیستې ددغو خلکو په وژلو تورنوي.

هغوي له دولت څخه غوښتنه کوي چې د دوي د وژل شوو کسانو پوښتنه وکړي او تورن قانون ته وسپاري او زیاتوي چې که دولت اقدام نه کوي دوي به د وسله والو پر وړاندې مبارزه پیل کړي. د سیمې خلکو چې د وژل شو کسانو جسدونه یې په احتجاجي توګه د ولایت د ودانۍ په مخکې د ښاروالۍ چمن ته راوړي وو ویل یې چې دوي د انصاف غوښتونکي دي. یو قرباني داسي وايي ،، درې تنه وسله وال زمونږ کور ته راننوتل زما ورور یې وویشته، او ما ورته ویل چې خدای ته وګوریْ مونږ غریب خلک یو مه مو ولیْ خو هغوي زه هم وویشتم.،،

بل کس بیا داسي وايي،، زما ورور یې ویشتلې او ښځې یې پرې ځان اچولې هغه یې هم ویشتلې، اوس په کوما کې پرته ده. که دولت زمونږ پوښتنه نه کوي بیا دې زمونږ خواته نه راځي مونږ به ځمکې خرڅې کړو او وسله به واخلو.،،

د کنم یو تن اوسیدونکي او قومي مشر معلم اکبر هغه وخت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر غلام محمد ته مخامخ اخطار ورکړ چې کله د جسدونو د لیدو لپاره راغی. معلم اکبر ګیله کوله چې سهار یې والي محمد انور جګدلک ته زنګ وهلې و او له پیښې یې خبر کړی و خو هغه ورته ویلي وو چې دی په کندوز کې یوازې پنځلس عسکر لري.

د کندوز د والي ویاند عنایت الله خلیق بیا وايي چې د قوماندان قدیر د وسله والو له خوا په کنم کې اته کسه وژل شوي. ،، د قدیر په نامه د یو تن قوماندان وسله وال چې په اقتاش کې اوسي د کنم کلي ته راغلي وو او په خلکو یې ډزې اکړي، چې په نتیجه کې اته تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.،،

څه موده وړاندې هم په همدغه کلي کې یوتن مولوي او د هغه دوه ملګري چې یوې جنازې ته تللي وو، وژلي وو.
ګل رحیم نیازمن – کندوز
XS
SM
MD
LG