د لاس رسي وړ اتصالات

خوستیان د کندزیانو لپاره وینې او مرستې ټولوي


د مرستې راټولو په دغه کمپاين کې ځينې کسان د لوډسپيکر په وسيله خلک مرستې کولو ته رابولي
د مرستې راټولو په دغه کمپاين کې ځينې کسان د لوډسپيکر په وسيله خلک مرستې کولو ته رابولي

د کندوز له جګړه ځپلو او بې ځايه شوو محتاجو کورنيو سره د مرستې لپاره په خوست کې کمپاين پيل شوی، چې پر نقدي مرستې سربېره خوراکي او سون مواد د کندوز خلکو ته ورسوي.

د مرستې راټولو په دغه کمپاين کې ځينې کسان د لوډسپيکر په وسيله خلک مرستې کولو ته رابولي او ځينې نور بيا د ښار په کوڅو کې دوکان په دوکان ګرځي او له خلکو پيسې نقدي او غيرنقدي مرسته راټولوي.

نورخان، چې د خوست ښار د اوړو په منډيي کې پنډټوب کوي، په دې مرسته کې يې ونډه واخيستله. نورخان له امريکاغږ سره خبرو کې له اړمنو افغانانو سره مرسته کول، د بل هر افغان وګړي مسووليت وباله.

هغه وويل ”مرسته مې ځکه ورسره وکړه، چې د کندوز خلک له ډېر سختو مشکلاتو سره مخ دي او په جنګ کې پاتې دي. دوی ته بايد پوره مرسته ورورسېږي. ما هم خپله برخه ورکړه.‟

د کندوز له جګړه ځپلو او بې ځايه شوو اړمنو کورنيو سره د لاسنيوي دغه کمپاين، چې دولتي چارواکو، ولسي مشرانو او مدني فعالانو ګډ پيل کړی، خوست ښار او شاوخوا سيمو کې به درې ورځ دوام ولري.

د خوست والي حکم خان حبيبي، چې د کمپاين د شروع پرمهال يې خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل، چې د کافي مرستې راټولونې لپاره يې له سوداګرو او د مختلفو شرکتونو له مسوولينو سره هم خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه” زه پر ټولو افغانانو باندې غږ کوم، چې د افغانستان شته ستونزو ته په کتو سره په کندوز او هلمند ولايتونو کې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي او د هغوی ستونزې ورحل کړي.‟

د دغه کمپاین رضاکاران وايي د کندز درد د ټول افغانستان درد دی
د دغه کمپاین رضاکاران وايي د کندز درد د ټول افغانستان درد دی

دغه راز د خوست ښار په جامع جوماتونو، شيخ زايد پوهنتون او ځينو روغتيايي مرکزونو کې ګڼ شمېر ځوانان امبولانسونو ته کتار ولاړ او په جګړه کې د ټپي کېدونکو افغان سرتېرو لپاره يې وينه ورکړه.

مدني فعال فيض الله فيضي ”په کندوز کې تاوتريخوالي زور اخيستی دی، خلک بې کوره شوي او روغتونونو کې وينې ته زياته اړتيا لري. دا چې دوی په سنګر کې وينه ورکوي، موږ بايد دلته وينه ورکړو. موږ د وطن دوستۍ او انسانيت له مخې له دوی سره د وينې مرسته وکړه.‟

د خوست د عامې روغتيا رياست، چې ددې وينې د راټولو او تنظيم مسووليت پرغاړه لري، وايي، چې په خپل وخت به يې د کابل يو شمېر روغتونونو ته ورسوي.

ديني عالم محمد سردار ځدراڼ د اسلام له نظره له اړمنو خلکو سره مرسته او د هغوی په ستونزو کې همکاري د ټولو مسلمانانو ګډ مسووليت بولي. ده له خلکو وغوښتل، چې د خير په دې کار کې پوره ونډه واخلي.

هغه وايي ”دې سره به د اسلام هغه رکن ادا شي، چې مسلمانان سره وروڼه دي. کله چې يو ځای کې مسلمان په تکليف وي، نو بل مسلمان بايد رسيده ګي ورته وکړي. هيله من يو چې په ټول افغانستان کې دا ډول کمپاين ترسره شي.‟

تېره اونۍ پر کندوز د وسله والو طالبانو له ډله ييز بريد راهيسېپه دغه ښار کې جګړه روانه ده. د سيمه ييزو سرچينو په وينا ددې وضعيت په دوام سره د خوراکي او سون موادو بيې لوړې او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

XS
SM
MD
LG