د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې يو شمیر ښځو ته ورکشاپ دایر شوی چې د سولې په پروسه کې څه ډول کولای شي ونډه واخلي


An employee of ActiveLink Co. established under the sponsorship of Panasonic Corp, demonstrates ARM01, called 'Raku Vest', jointly developed with Kubota Corp., in Tokyo, Japan. The ARM01 is a robotic exoskeleton developed to help farmers and construction workers.
An employee of ActiveLink Co. established under the sponsorship of Panasonic Corp, demonstrates ARM01, called 'Raku Vest', jointly developed with Kubota Corp., in Tokyo, Japan. The ARM01 is a robotic exoskeleton developed to help farmers and construction workers.
د کندوز ولایت په ښار، خان اباد او امام صیب ولسواليو کې د سولې د روزنیز او څیړنیز دفتر له خوا يو شمیر ښځو ته د سولې په پروسه کې د ونډې اخیستو په اړه ورکشاپونه ورکړل شول. په دغو ورکشاپونو کې د مختلفو سیمو له مخورو ښځو سره په دې بحث کیده چې دوي څه ډول کولای شي د سولې په رامنځ ته کیدو کې خپل تاثیرات ښکاره کړي او خپل اولادونه، پلرونه، ورونه او میړونه چې د دولت پر ضد يې وسله اخیستې دې ته چمتو کړي چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

د هغې سیمې وسله وال مخالفين چې د سولې له پروسې سره يو ځای کیږي، په سیمه کې يې یو لړ وړې او لوی پروژې هم عملي کیږي، سرکونه، سربندونه، ویالې پلچکونه او نور هغه څه چې دوي ورته ضرورت لري رغول کیږي.

د سولې د روزنیز او څیړنیږ دفتر يوه کارکوونکې فرشته وايي چې دوي په خان اباد او امام صیب، او د کندوز په مرکز کې اوه ډلو ښځو ته له سولې سره د پيوستون په اړه معلومات ورکړي،، هغه ښځې چې په ولسوالیو کې ژوند کې د ادغام مجدد پروسه ورته معرفي کړو، د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه کمه ده، داچې د دولت مخالفین له دولت سره یو ځای شي، دغه ښځې چې ورورڼه یا میړونه يې د دولت مخالفین دي هغوي ته دغه اهداف ورسوي او هغوي سولې ته راشي.،،

د سولې د روزنیز او څیړنیز دفتر یو بل مسول نعمت الله وايي چې د ادغام مجدد یا د سولې له پروسې سره د یو ځای کیدو پروسه يوازې د مخالفینو راتګ نه دی بلکه د هغوي په سیمو کې د بیارغونې ځینې پروژې هم عملي کیږي: ،، د ادغام مجدد پروژه چې په کومه سیمه کې ترسره شوی، ددغو سیمو ښځې هم د جګړو له امله زیانمنې شوي دي، او هدف مو دا و چې دغه ښځې په دې پوه شي چې یوازې دانه چې ددوي خلک له سولې سره یو ځای شوي بلکه دوي ته ځینې پروژې هم ورکول کیږي.،،

د سولې د پروسې ریس اسدالله عمرخیل وايي چې دوي تر اوسه یو زیات شمیر هغه کسان چې د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي په کار ګومارلي دي: ،،د کندوز په مختلفوسیمو کې ۲۷۲ کسان په کار مصروف دي، چې د کار او ټولنیزو ریاست، فواید عامې ریاست، او زراعت له خوا ورته کار موند ل شوی دی.،،

دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې ښځو ته د سولې یا ادغام مجدد د پروسې په اړه داسې ورکشاپونه ورکول کیږي چې په عملي کولو سره به يې ښځې هم په سوله کې خپله ونډه روښانه کړي.

ګل رحیم نیازمن- کندوز - افغانستان
XS
SM
MD
LG