د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د کانګفو ملي لوبې پیل شوې


کابل کې د کانګفو ملي لوبې پیل شوې

کابل کې د کانګفو ملي لوبې پیل شوې

په کابل کې د ولایتونو تر منځ د کانګفو سیالۍ پیل شوي دي. دا ددغو سیالیو اووه ویشتم پړاو دی.

د افغانستان د کانګفو د فدراسیون مشر فضل من الله وايي چې په دغو سیالیو کې ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی چې هدف یې د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د کانګفو د فدراسیون د مالوماتو له مخې ددغو سیالیو په پای کې به ۳۰ غوره لوبغاړي وټاکل شي.

که څه هم د کانګفو د فدراسیون چارواکي وايي چې ددغو سیالیو ترسره کولو لپاره یې ښه تابیا کړې خو لوبغاړي وايي دوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دوی وايي له خپلو ولایتونو څخه مرکز ته په خپلو شخصي لګښتونو سفر کوي. د پکتیا ولایت د کانګفو د برخې مسول سید احمد شیرزی په دې هکله خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG