د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق کردستان د تیلو صادرات ځنډولي دي


KURD OIL

KURD OIL


یوعراقي کردې مامور وایي د ملک شمالي کردي خودمختاره سیمې د بغداد مرکزي حکومت ته ي د تیلو صادارات ځکه ځنډولي دي چه دوه پرله پسې میاشتې یې قسطونه نه دي ورکړي.

علي حسین بالو د کردانو د طبیعي منابعو وزیرنن وویل چې بغداد خپله وعده نه ده په ځاې کړي چه هغو کمپنیو ته چې په سیمه کی کار کوي یو ټریلیون عراقي دینار ورکړي.
بالو وویل یواځې ٦٥٠ میلیارده عراقي دیناره یی ورکړیدي چه ٥٥٠ ملیون ډالره کیږي.
د اپریل په میاشتی کې کردانو د قسطونو د ځنډیدلو له کبله د تیلو صادرات چې د ورځې سل زره بیلره وو، بند کړل.

څلورمیاشتې وروسته دغه صادرات بیرته پیل شول، او دواړو خواوو بیرته د قسطونو ورکولو نوي موافقه وکړه.

بغداد وایی ، قسطونه یی ځکه وځنډول چه کردانو د ورځې د ٢٠٠ زرو بیرلو نه کم پمپ کول، په داسی حال کی چه موافقه داسی وه چه د ورځې به دوه سوه زره بیلره تیل پمپ کوي.
XS
SM
MD
LG