د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغزستان حکومت د باقیوف ورور نیولی


د قرغزستان حکومت وايي د پخواني جمهور رئیس قرمانبیگ باقیوف یو ورور یې نیولی دی.

د قرغزستان موقتي حکومت نن په یوه بیانیه کې وویل چې احمد باقیوف پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته ددغه هیواد په جنوبي ښار جلال اباد کې ونیول شو.

تیره میاشت په دغه ښار کې د ازبکانو او قرغزیانو په منځ کې سختې خونړئ نښتې وشوې چې ډیره تباهي یې رامنځ ته کړه.

د موقتي حکومت بیانیه وايي چې احمد باقیوف اعتراف وکړ چې په قومي نښتو کې یې لاس لره.

تقریبا دوه زره کسان په دغو نښتو کې وژل شوي وو. خو په مستقل او ازاد ډول نه ده معلومه شوې چې آیا هغه واقعا دا ډول اعتراف کړی دی او که نه.

د قرغزستان موقتي حکومت ډیر زیات کوښښ کوي چې د پخواني جمهور رئیس باقیوف د حکومت د راچپه کولو نه وروسته اوس په هیواد کې امینت ټینگ کړي.

په روانه هفته کې د ملگرو ملتونو د بشری حقوقو کمشنرې میرمن ناوې پیلې وویل داسې رپوټونه ورته رسیدلي دي چې د قرغزستان امنیتي قواوې ازبکان په زور رانيسی، وهي یې او په غیر قانوني ډول یې په زندانونو کې غورځوي.

هغه وویل حکومت ددې خبرې خیال نه ساتي چې شاید د قیدیانو نه اعترافونه په زور د شکنجې په وسیله اخیستل شوي وي.

میرمن ناوې پیلې وویل چې د جون د میاشتې نه تر اوسه پورې حکومت د جلال اباد او اوش په ښارونو کې زر کسان نیولی دي.

د قرغزستان حکومت هم دا خبرې مني چې د قیدیانو سره ناروا رویه کیږي، خو پوښتنه به یې وکړي.

XS
SM
MD
LG