د لاس رسي وړ اتصالات

قرغیزستان په خپلې خاورې کې د روسیې په مشرۍ نظامي تمرین لغوه کړ 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د قرغیزستان حکومت په یو اړخیز ډول نن یکشنبه اکتوبر اتمه (تله ۱۷) په خپلې خاورې کې د روسیې په مشرۍ د «ډله ایز امنیتي تړون سازمان» پوځي تمرین لغو کړی دی.

په دغه سازمان کې د منځنۍ اسیا شپږ هېوادونه شامل دي. ټاکل شوې وه چې دا پوځي تمرین سبا (اکتوبر۱۰) پیل شي او د جمعې تر ورځې دوام وکړي.

د قرغیزستان د دفاع وزارت د دغه تمرین، چې «د ۲۰۲۲ نه فناه کېدونکې وروري» بلل کېده، د لغوه کېدو علت نه دی ښودلی دی.

راپورونه وايي چې په پلان کې وه په دې تمرینونو کې د روسیې، ارمینستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان په ګډون د صربیا، سوریې او او اوزبیکستان امنیتي ځواکونه برخه واخلي.

تېره میاشت ارمینستان په قزاقستان کې پلان شوي‌ پوځي تمرین کې برخه وانخیسته. ارمینستان د دغه سازمان په غړو باندې انتقاد کړی و چې د سپتمبر په میاشت کې د اذربایجان له لوري پرې د برید په ځواب کې مرستې ته ونه دانګل. دې کار د دغه سازمان د غړو ترمنځ شخړه زیاته کړې ده.

د ارمینستان حکومت له روسیې او د دغه سازمان له نورو غړو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هغوی دا غوښتنه رد کړې وه او یوازې یې یو پلاوی سرحدي سیمو ته واستوه چې د مسئلې په اړه حقایق وپلټي.

د ارمینستان مقامات اذربایجان تورنوي چې په پوځي اهدافو یې د درنو وسلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه یې پرې کړې دي.

سره له دې چې دغه سازمان ته د ناټو د یو بدیل په سترګه کتل کېږي خو د غړو هېوادونو په منځ کې یې روانو شخړو د هغه د وړتیا په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

څو میاشتې مخکې د دغه سازمان دوو نورو غړو تاجیکستان او قرغیزستان په سرحد کې خونړۍ نښتې وکړي چې شاوخوا ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول او تر ۱۵۰ زیات زخمیان شول.

دا امنیتي سازمان دا مهال ټول تمرکز په دې ساتي چې له افغانستان څخه ترهګر منځنۍ اسیا ته داخل نشي.‌ افغانستان له تاجیکستان سره اوږد سرحد لري او روسیې تر تېرې میاشتې پورې هلته ۵۰۰۰ عسکر ځای په ځای کړي و. دا شمېره ۷۰۰۰ وه خو د اوکراین د جګړې له کبله مسکو دا شمېر ۵۰۰۰ ته راکم کړ.

د قرغیزستان امنیتي ځواکونو د ۲۰۱۴ د اګست په لومړۍ نېټه بشکیک ته نژدې په ګډو نظامي تمرینونو کې برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG