د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مناس هوايي اډه د سیاسي ناکراریو سره مخ ده


په تیرو ۶ میاشتو کې د قرغزستان جمهور رئیس د مظاهرو له امله خپله وظیفه پرېښوده، په سلګونو خلک د قومي شخړو او د دوو سیمه ایزو سیاستمدارانو ترمنځ د یاغي ګرۍ له امله ووژل شول.

ټاکل شوې چې د اکټوبر پر لسمه په دغه ملک کې انتخابات ترسره شي او یو نوی پارلماني نظام حاکم شي.

ددغو ټولو سیاسي ګډوډیو برسیره د امریکا متحده ایالات په کرارئ سره په دغه ملک کې خپل نظامي هوايي اډه پرمخ بیايي چې د افغانستان د ماموریت ملاتړ کوي.

د امریکايي هوايي قواوو دپاره د مناس هوايي اډه د ښه راغلاست سیمه ده چې د آسیا په زړه کې موقعیت لري.

ددغې اډې نه دوه ساعت لیري افغانستان دی چې د دغو عسکرو وروستی استقامت او د جګړې ډګر دی.

د مناس په هوايي اډه کې د تیلو سیار هوايي مرکز چې د ۵ میلیونو ګیلنو تیلو ظرفیت لري، موقعیت لري چې د پیلوټانو دپاره یې ډیره آسانتیا برابره کړې تر دې چې دې ته لا ضرورت نه پیښیږي چې په دغه غرني هیواد کې نظامي الوتکې کښته شي.

د مناس د هوايي اډې بل اهمیت دا دی چې په دې ورستیو کې د جنوب پر مسیر د پاکستان له لارې چې قرغزستان نه د لاریو قطارونه راځي پر هغوی باندي طالبان حملې کوي چې د مناس د هوايي اډې اهمیت یې لا زیات کړی دی.

ډګروال ډوایت سونس د مناس د هوايي اډې قوماندان دی.

هغه داسي وايي: قرغزستان په خپله د مرکزي آسیا په زړه کې واقعې ده هم د موقعیت له لحاظه او هم پر پرتو ملکونو باندي د نفوذ له وجې یو مهم ملک دی.

خو د جون میاشت په منځ کې د ډګروال سونس د راتګ سره سم په دغه ملک کې قومي شخړې پیل شوې، د ازبک او قرغزانو ترمنځ شخړې شروع سوې. په دغو شخړو کې په سلګونو کسان ووژل شول.

دا په داسي حال کې ده چې ددغو شخړو د مخه لا په قرغزستان کې سیاسي کړۍ د امریکا د اډې پر ضد شوې. تیرکال ددغه ملک پارلمان ۷۸ د ۱ په مقابل کې راګیري وکړه چې امریکا یان ددغه ملک نه وباسي.

واشنګټن ددغه دریځ په مقابل کې د دغې اډې یو کلنه کرایه څلور چنده کړه. یعنی ۶۰ میلیونه ډالرو ته یې لوړه کړه.

د قرغزستان یو کارپوه علي شیر حمیدوف وايي چې سیاستمداران د امریکا يي اډې د موضوع نه ددغه ملک د اکټوبر د میاشتې په انتخاباتو کې یوه غټه سیاسي موضوع جوړه کړې ده.

حمیدوف داسي وايي: دغه ګونډونه یوځل بیا پر دې جنجال کوي چې دغه نظامي اډه ددغه ملک نه دباندي وباسي. دوی ادعا کوي چې په دغه ملک کې د لویدیځ حضور د ټولو ستونزو منشه ده. ما ځیني سیاستمداران لیدلي دي چې ددغې اډې د اخراج غوښتنه په دې هیله او تمه کوي چې قرغزستان به خپله خپلواکي او ثبات بیا ترلاسه کړي.

د روسیې له خوا نه هم مخالفت موجود دی. ماسکو پر قرغزستان باندي د ۱۸۷۶ نه تر ۱۹۹۱ پوري کله چې پخوانیْ شوروي اتحاد سره مات شو حکومت وکړ. نن قرغزستان یواځنی ملک دی په نړۍ کې چې په کښی دواړو امریکا او روسیه نظامي اډې لري.

لیونید بونداریت د کانت په سیمه کې چې د امریکا يي اډې نه ۴۰ کیلومیتره لیري موقعیت لري، د روسي نظامي اډې سلاکار دی.

بونداریت وايي چې امریکا په کال ۲۰۰۱ کې دغه اډه په موقت ډول د یوه کال دپاره پرانیستله. هغه دغې اډې ته د امریکا د یوه پراخ پلان په سترګه ګوري چې غواړي په سیمه کې پراخ حضور ولري او په مرکزي آسیا کې تیلو او ګازاتو ته او دغه راز په افغانستان کې د ځمکې لاندي معادنو ته لاس رسیْ ولري.

روسیه په دغه ملک کې ډیر نفوذ لري. اکثر کسان چې د ۳۰ نه یې سن زیات وي په روسي پوهېږي. او یو په پنځو کې کارکونکي په روسیه کې کار کوي. هغه پیسې چې دغه کارکونکي کور ته رالېږلي د دغه غریب او په وچه پوري احاطه ملک دپاره چې ۵،۳ میلیونه نفوس لري زیات اقتصادي اهمیت لري.

امریکا یان ډیر زیار باسي چې د عامو خلکو زړونه خپل کړي. په دغه ملک کې په امریکا يي پیسو باندي څاګان کیندل کېږي، ښوونخي جوړیږي، د عامو خلکو دخوا، په لاس جوړ شوي توکي رانیول کېږي او د ښځو دپاره یو سرپناه جوړیږي.

د مناس د اډې قوماندان ډګروال سونس بیا داسي وايي:

"اجتماعي اړخ زمونږ په لاس کې دی. مونږ خپل نظآمي یونیوفورم باسو، او د سپورټ کالي اغوندو، د خلکو سره فوټبال، والیبال او نورې لوبې کوو او د خلکو د لیدو دپاره ورځو مونږ د ښارونو د ښاروالانو سره ګورو. دا د ملګرو د جوړولو یوه برخه ده".

د بلي خوا بای ولانتاین بوګاتیریف چې په بیشکیک کې یو سیاسي کارپوه دی او هیڅکله هم د مناس اډې ته نه دی تللی وايي چې داسي احساس کوي چې د قرغزانو دریځ د امریکا د حضور په مقابل کې ورځ په ورځ نرمېږي.

"هغه وايي چې سیاستمدارانو د دغې اډې اهمیت درک کړیْ ځکه دغه اډه ددغه ملک د ملي بودیجه سره مرسته کوي، د پرمختیايي پروژو په برخه کې مرسته کوي، د بیشکیک د هوايي اډې په جوړولو او عصري کولو کې مرسته کوي او دغه راز ۹ ساوه سیمه ایز کارګران یې په دنده ګمارلي دي".

په پای کې امریکا یوه لوبه پیل کړې چې د ښه نیت او ډالرو په زور په مخ ځي او هلیه لري چې دا به د قرغزستان د سیاسي بهیر په آرامولو کې ددغې اډې په برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان دپاره به دغه مهم لاره خلاصه وساتي.

XS
SM
MD
LG