د لاس رسي وړ اتصالات

نن د نړۍ کارګرانو د معاش زیاتېدل وغوښتل


نن د نړۍ کارګرانو د معاش زیاتېدل وغوښتل
نن د نړۍ کارګرانو د معاش زیاتېدل وغوښتل

په زرگونو کارگران نن یکشنبې د می اوله د کارگر د ورځی لمانځنې په نیت په فیلیپین او بنگله دیش، جرمني، روسیې، فرانسه او نورو اسیایي او اروپایي هیوادونو کې سرکونو ته وتلي وو.

په مانیلا کې د مختلفو سکتورونو کارگرانو شعارونه لیږدول او حکومت یې دیته هڅولو چې د هغوئ مزد زیات کړي او داسی یې څرگندوله چې په روان اقتصادي انفلاسیون کې غیر کرهنیزو کارگرو لپاره د ورځی کم نه کم نهه ډالره مزدوري کافي نده.

یو کارگر وویل پدې فرصت کې غواړو حکومت په خپل نیت پوه کړو.

دا کارگر وايي حکومت د تیرو لسو میاشتو راهیسې د توکو بیې لوړوي خو د کارگرو د ژوند ښه والي ژمنې نه پوره کوي.

په بنگله دیش کې هم کارگرو سره کمیسونه په تن او د مزد زیاتیدو شعارونه یې په لاس وو.

دوی ادعا کوله چې د میاشتې یو څلویښت ډالره جوړوي خو هیله لري چې د شرکتونو مشران ورته د میاشتې شپږ نوي ډالره معاش تعین کړي.

XS
SM
MD
LG