د لاس رسي وړ اتصالات

نن په امریکا کې د کارګرو ورځ ده


نن په امریکا کې د کارګر ورځ ده او دا ورځ د ۱۸۹۴ کال راهیسې په توله امریکا کې د ستمبر د میاشتي په لومړی دوشنبې لمانځل کیږي او فیډرالي حکومت په دې ورځ رخصت وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د دوشنبې په ورځ په یوه لیک کې ټولو امریکايي کارګرو ته وویل چې ،،کله کارګران خپل د کار په ځای کې خپل د عزت، وقاراو عادلانه مزد غږ پورته کړي، نو دوي په اصل کې د امریکايي ژوندانه د تضمین او او دوام غږ پورته کوي،،.

ښاغلي اوباما وویل، چې د تیرۍ پیړي په پیل کې امریکايي کارګران سره را ټول شول چې د خپل انساني کراماتو او د کار په ځای کې د عدالت دپاره کار وکړي.

دوي مارشونه او مظاهرې وکړې چې په هفته کې د ۴۰ ساعتونو کار، اضافه کارۍ، حد اقل مزد او نورو کاري امتیازاتو دپاره خپل غږ پورته کړي.

ښاغلي اوباما وویل چې همدغه مبارزې د امریکا د مینځنۍ طبقې د خلګو د رشد اساس کښیښود یوه داسې مینځنۍ طبقه چې نړۍ یې تراوسه ساری نه دی لیدلی.

که څه هم اوس په امریکا کې د کارګرو د اتحادیو زیاتره غړي په محلي، ایلالتي او د فیډرالي ادارو کې ښه کارونه لری ، اواوس دوی په هغو شګه فابريکو کې کار نه کوي چې هلته د کار ګروغورځنګ پيل شو.

XS
SM
MD
LG