د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو نه افغان پوځ ته د امنیتي واک سپارلو دویم پړاو په لغمان کې ترسره شو


د ناټو نه افغان پوځ ته د امنیتي واک سپارلو دویم پړاو په لغمان کې ترسره شو

د ناټو نه افغان پوځ ته د امنیتي واک سپارلو دویم پړاو په لغمان کې ترسره شو

په لغمان ولايت کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي واک د انتقال دويم پړاو پيل شو .چې په دې پړاو کې به ددغه ولايت دقرغيو ولسوالۍ امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي

له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي واک په دغه دويم پړاو کې دچارواکو په وينا دقرغيو ولسوالي شامله ده . دواک دلیږدونې دويم پړاو په پيل غونډه کې دواک لیږدونې کميسون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي ديولړ ملکي او پوځي مراسمو په ترڅ کې دلغمان ولايت اوسیدونکو ته زېرى ورکړ ، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دواک لیږدونې په بهير کې امنيتي وضعه ترپخوا ښه شوې او دى هيله من دى چې د دويم پړاو په ترسره کیدو سره به دسيمې دخلکو په مرسته دملي اردو او ملي پوليسو ځواکونه نور هم پياوړي او په دې سيمه کې به امنيت لا ښه شي .

ډاکتر اشرف غني وويل : ،،افغانستان دوى ته هدف او دنياوالو ته وسيله ده . ملي اردو او ملي پوليس نه غواړي ، چې په دوامداره توګه عمليات ترسره کړي،، . نوموړي زیاته کړه ،، دغه هیواد بايد له دې وروسته يو توليدي مملکت وي . خپل لګښت بايد په خپله برابر او دنورو مرستو ته لا سونه ونه غځوي،، .

ښاغلي احمد زي داهم وويل چې دلغمان په ولايت کې يوه بنسټيزه ستونزه بې روزګاري ده . له سکتوري وزارتونو نه يې هيله وکړه ، چې له غوږونو پنبې لرې کړي او ددغه ولايت دخلکو غوښتنې واوري.

دواک دلیږدونې په دې غونډه کې دافغان پوځ مشرانو ډاډ څرګند کړ ، چې دوى پردې توانیدلي چې دسيمې امنيتي وضعه دولس په ملاتړ وساتي .

په ختيځ کې د دوه سوه يو سیلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالله ډاډ څرګند کړ چې د دوى پوځيان اوس مهال په تجهيزاتو او وسايلو سمبال دي او ددې توان لري ، چې له خپل هیواده ننګه او ساتنه وکړي . خو هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې ددوى ځواکونه بايد هوايي سهولتونه هم ولري .

جنرال عبدالله وويل :،، مونږ اوس مهال دلغمان ولايت په زياترو ولسواليو کې امنيتي تدابير نيولي او وضعه مو قابو کړې ده .،،

په دې غونډه کې دلغمان ولايت يوشمیر اوسیدونکو دواک لیږدونې دغه بهير وستايه او دپخوا په پرتله يې په دغه و لايت کې امنيتي تدابير او دبيارغونې چارې دارزښت او اهميت وړ وبللې .

دوى وويل اوس په دغه ولايت کې د ولس په ملاتړ دملي اردو ځواکونه پياوړي شوي او پردې خوښ دي چې له بهرنيو ځواکونو څخه واک افغان ځواکونو ته ولیږدېده .

دلغمان والي اقبال عزيزي دواک لیږدونې دويم يړاو ته دغه ولايت په بشپړه توګه تيار وښود .

دواک دلیږدونې په دغه بهير کې دغونډې زياترو ويناوالو دواک لیږدونې پروسه وستايله او له ولايتي ادارې څخه يې خپل ملاتړ وښود . دسيمې خلکو ويل دوى خوښ دي ، چې خپله ملي اردو لري او په پوځي جامه کې يې سمبال ويني .

XS
SM
MD
LG