د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان د مهترلام ښار ګڼه ګوڼه زياته شوې


د لغمان د مهترلام ښار ګڼه ګوڼه زياته شوې
د لغمان د مهترلام ښار ګڼه ګوڼه زياته شوې

د ښار د عمومي واټ دواړو غاړو ته د تختو غرفې لرې شوي، او سرک پراخه شوى دی. دې کار د ښار بڼه هم بدله کړې ده.

د ښار دننه ډیر لوى لوى مارکېټونه جوړ شوي دي.

که له يوې خوا د ابادۍ چارې په دغه ولايت کې روانې دې خو له بل پلوه د عامو خلکو په ژوند کې څه خاص بدلون نه ښکاري.

د خلکوله ګرد وهلو مخونواو چاودلو شونډو نه د غربت نښې ښکاري. په ښار کې اکثره دغه کسان چې وايي، ايله هم دومره کوي چې يوه وچه مړۍ پيدا کړي او شپه پرې سبا کړي، د بيارغونې چارو ته په دې نیت خوښي څرګندوي چې گوندې دوی ته پکې کار روزگار وموندل شي.

یو تن چې د مهترلام په مرکزي واټ د سرک غاړې ته یې لاسي ګاډۍ درولې او ګني پرې پلوري، وايي، دى خودومره کوي چې د ورځې يو پنځوس شپېته روپۍ پيدا کړي داسې خلک شته چې هغوي لاس ترزنې ناست دي اويوه وچه مړۍ هم نه شي پيداکولى.

بل خوا د ښار يو شمېرخلک بيا د تېرپه پرتله اقتصادي حالت ښه ښيي اووايي اوس څه ناڅه خلکوته کارپيداکېږي. خو دلته اکثریت خلک که پوښتنه ورڅخه وشي، خبره په شکایت پیلوي. خو دوی د امنيت په برخه کې د نورو ولايتونو د استوګنو په پرتله ډېر وارخطا نه ښکاري، وايي چې دوی ته په دې برخه کې څه خاص ستونزه نه ښکاري خو ډېر ډاډمن هم نه دي.

په لغمان کې داسې کومه شخصي يا دولتي فابريکه هم نه ده جوړه شوې. د سيمې خلک له خپلو ملي سوداګروغوښتنه کوي چې ددغه ولايت د اقتصادي پرمختګ لپاره دې په دغه ولايت کې د يوې فابريکي په جوړېدوسره پانگه اچونه وکړي.

د مهترلام د ښاروالۍ کسان د شپې له خوا د ښارپاکۍ ته کله ناکله راوځي.

ددغه ولايت ښاروال حاجي عبدالله وايي چې دوی له شپږو مياشتو راپه دېخوا د ښارپاکۍ، د ويالو جوړېدو او د سرکونو د پراخولو هڅې پيل کړي دي.

ښاروال وايي، تر دا مهاله يې ٤٥کيلومېترسرک په ښار کې دننه پوخ کړى دى.

عبدالله وايي دوی د اشر له لارې په اونۍ کې يوځل د ښار پاکۍ ته راوځي. حاجي عبدالله وايي، هڅه کوي چې په ښارکې دننه نور د غرفو فرهنګ له منځه يوسي.

د لغمان والي اقبال عزيزي وايي چې ددغه ولايت نننۍ ښار نور تنګ شوى دوی هڅه کړې چې دغه ښار وغځوي.

د دولتي ادارو لپاره ودانۍ جوړې کړي چې دغه چارې يې څه ترسره کړي او پر ځينو يې کار روان دى.

د لغمان په ولايت کې يو څرګند بدلون د ښار په منځ کې د سرکونو جوړېدل او ښوونځيو ته د ودانيو جوړول دي.

په دې وروستيوکې ددغه ولايت لپاره يو پوهنتون هم منظورشو چې د سيمې د چارواکيو په وينا د ودانۍ د جوړولو چارې به يې ډېر ژر پيل شي.

XS
SM
MD
LG