د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان: له مرکزه د ايساف له وتلو وروسته امنيت ښه دی


څو ورځې مخکې ددغو خاصو مراسمو په ترڅ کې د ایساف عسکرو د مهترلام د امنیت مسولیت افغان ځواکونو ته وسپاره.
څو ورځې مخکې ددغو خاصو مراسمو په ترڅ کې د ایساف عسکرو د مهترلام د امنیت مسولیت افغان ځواکونو ته وسپاره.

د لغمان ولايت پوليس وايي له کومې ورځې چې ددغه ولايت له مرکزه ايساف ځواکونه وتلي دي، په دغه ولايت کې امنيتي حالت تر پخوا ښه شوی خو خراب شوی نه دی خو ځايي اوسیدونکي وايي، خاص تغيير نه دى راغلى او په ولسواليو کې امينتي وضعه ورځ تر بلې خرابېږي.

ددغه ولايت امنيه قوماندان غلام عزيزغرني امريکا غږ اشنا راډيو ته په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې د پخوا په پرتله ددغه ولايت امنيتي وضعیت د ډاډ وړ او ښه شوی دی.

غرني وویل: "اوس خلک خوشاله دي او هغه کومه اندېښنه يې چې پخوا لرله چې ګواکې د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به په دغه ولايت کې امنيتي حالت ګډوډ شي، هغه اندېښنه لرې شوې ده"

غرني زیاته کړه، د سيمې پوليس چې او په منظمه توګه ګزمې کوي، پدې توانېدلي چې د خلکو د سرومال بشپړه ساتنه وکړي او د پخوا په پرتله د دولت د دښمنانو بريدونه هم کم شوي او ولسي خلک د سيمې په امنيت کې له دوی سره مرسته کوي.

غرنى وايي: "اوس د سيمې خلکو او دښمنانو ته دا سوال نه پيدا کېږي او نه کومه لاره ورته پاتې ده چې له دولت سره د مخالفت بريد ونيسي ځکه اوس خو بهرنيان نشته او امنيتي وضعيت دپوليسوترکنترول لاندې دى نودوي له چاسره جنګ او مخالفت کوي"

د لغمان ولايت والي اقبال عزيزي هم له رسنيو سره دا خبره کړې ده چې له کومې ورځې چې ددغه مرکز امنيتي چارې افغان ځواکونوته سپارل شوې دي، په سيمه کې امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوى دى.

ښاغلی عزیژي وايي: "د پخواپه پرتله د افغان ځواکونو په شمېرکې هم زياتوالى راغلى دى. په پام کې لر, چې د ولسواليو لپاره هم ښه امنيتي تدابير ونيس, چې له مخې به يې نور هم په سيمه کې امنيت ښه شي"

خو دا په داسې حال کې چې ددغه ولايت اوسېدونکي بيا وايي چې په دغه ولايت کې د واک له لېږده وروسته په ښارکې څه خاص تغيير نه دى راغلى خو په ولسواليو کې امينتي وضعه ورځ تر بلې خرابېږي.

دوی وايي: بهرني ځواکونه د لغمان د ولايت له مرکزه په سمبوليکه بڼه وتي دي.

د لغمان په ولايت کې له بهرنيو ځواکونو څخه د واک د لېږد پروسه شاوخوا يوه مياشت وړاندې تر سره شوه چې له مخې يې د مهترلام ښار امنيت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار په بټي کوټ کې نښته

د ننګرهار ولايت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د دوو قبيلو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه شوې ده چې د سيمې اوسېدونکيو په وينا په دې شخړه کې څو تنه ولسي کسان وژل شوي او څو تنه نور زخميان شوي دي.

د ولايت وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې دسيمې خلکو تر شخړې وروسته لاريون کړى وچې په ترڅ کې يې دتورخم جلال اباد لاره هم تر يو مهاله د ټرافيکو پر مخ تړلې وه.

دى وايي پوليس دسرک دخلاصون لپاره سيمې ته لاړل اولاره يې بېرته خلاصه کړه .خودسيمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د پوليسو په ډزو څلور تنه وژل شوي او تر لسو زيات زخميان شوي دي.

عبدالزى وايي، دوی ته هم داسې خبر ورکړل شوى خو کره نه دى.

ددغې ولسوالۍ ولسوال اسرارالله قاري زاده بيا وايي چې دغه جګړه د يوې دښتې پر سر د سه پاى او کوچيانو تر منځ رامنځته شوې ده چې دده په وينا دوه تنه په کې وژل شوي دي او څلور تنه نور زخميان شوي دي.

دى وايي، سيمې ته افغان امنيتي ځواکونه د جګړې د پاى ته رسېدو لپاره ورسېدل چې ژر يې جګړه بنده کړه او د تورخم جلال اباد لاره يې هم بېرته خلاصه کړه.

د ننګرهار ولايت د کانال ريس انجينرحکيم وايي په کومې ځمکې چې دغه دواړه قبيلې نښتې دي دا دولتي ځمکه ده.

دى وايي د سيمې خلکو همدا اوس مهال دغه ځمکه چې د کانال اړوند ده شاوخوا٢٠٠٠جريبه ځمکه غصب کړې ده.

تردې وړاندې هم دغو دواړو خواوو په ياده سيمه شخړه وکړه چې هغه مهال يې هم يوبل مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG