د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان ولایت کې د بم په چاودنې کې 9 تنه مړه شویدي


په لغمان ولایت کې د بم په چاودنې کې 9 تنه مړه شویدي
په لغمان ولایت کې د بم په چاودنې کې 9 تنه مړه شویدي

دشنبې په سهار دلغمان ولايت مرکز مهتر لام ته څېرمه دملکي وګړو پر موټر د سرک تر غاړې يو ماين وچاودېد .

دچارواکو په وينا پر دغه چاودنه اته تنه ملکي کسان وژل شوي دي .

ددغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فيضان الله پټان په وينا دولسي وګړو دغه موټر دياد ولايت له الينګار ولسوالۍ څخه مرکز مهترلام ته راروان و ، چې دسرک تر غاړې يو ښخ کړاى شوى ماين پرې وچاودېد.

دده په وينا په موټر کې سپاره اته تنه ولسي وګړي يې ووژل .

دى وايي په وژل شوو کسانو کې يوتن داسې هم و ، چې تېره ورځ يې دواده مراسم پاى ته رسېدلي وو .په وژل شوو کسانو کې دکور يوماشوم او يوه مېرمن هم شامله ده .

دا څرګنده نه ده ، چې دغه ماين دکوم هدف په خاطر پر ياد سرک اېښودل شوى و ، خو دولسي وګړو برخه يې وکړه .ددولت کومې وسله والې مخالفې ډلې ټپلې هم لا تردې دمه ددغې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخستى .

دا لومړى ځل دى ، چې دسرک تر غاړې دماين پر چاودنه په دغه ولايت کې دومره ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي .

په دې وروستيو کې ددولت دوسله والو مخالفينو او ددوى دسيالو ډلو ترمنځ په نښتو ، چاودنو او بريدونو کې دواړو لورو ته پر مرګ ژوبلې سربېره ولسي کسانو ته هم زياته مرګ ژوبله اوړي .

دغه کچه ورځ په ورځ زياتېږي .

کتونکي په دې نظر دي ، چې که دولسي وګړو مرګ ژوبلې کچه همداسې زور ومومي نو په سيمه کې به دبې امنۍ ټغر نور هم خپور شي .

دافغانستان جمهوررئېس حآمدکرزی دترهګری دغه عمل محکوم کړ او وې وېل چې داددښمنانو کار دی.

XS
SM
MD
LG