د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ماینونه پاتي دي


ځيني د پرسونل ضد ماینونه تقریباً ۳۵ کاله وړاندې په افغانستان کې ښخ شوي
ځيني د پرسونل ضد ماینونه تقریباً ۳۵ کاله وړاندې په افغانستان کې ښخ شوي

د افغانستان د ۳۲ ولایتونو په ۲۵۷ ولسوالیو کې لا هم بیلابیل ماینونه او له جګړو پاتي نور چاودیدونکي توکي د خلکو ژوند ګواښوي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۲۷۴۶ د پرسونل ضد، ۱۲۷۰ د ټانک ضد او ۳۲۱ د جګړې د ډګر ماینونه پدغو سېمو کې پاتي دي.

د افغانستان د ماين پاکۍ د همغږۍ اداره وايي د ۱۳۹۵ کال په لمړیو دریو میاشتو کې ماینونو او چاودیدونکو توکو ۲۸ کسه ووژل او ۵۳ نور یې ټپیان کړل.

دغه اداره وايي چې د مرګ ژوبلې شمیرې د ۱۵ کالو وړاندې په پرتله ډیرې راغورځيدلي دي. په ۱۳۸۰ لمریز کال کې شاوخوا ۵۰۳ کسانو ته پدغه راز چاودنو کې مرګ ژوبله واوښته.

که له یوې خوا د ماینونو د قربانیانو شمیره ټیټه شوې خو له بل لوري بیا د تعبیه شوو بمونو (IEDs) د قربانیانو شمیره ډیره اوچته شوې ده. د ملګرو ملتونو سازمان وايي تعبیه شوي بمونه هره میاشت لږترلږ ۸۸ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د افغانستان د ماين پاکۍ د همغږۍ اداره وايي دامهال لس زره کسه د ماین پاکۍ په هڅو بوخت دي او که اړین مالي، تخنیکي او امنیتي شرایط ورته برابر شي نو تر ۲۰۲۳ کال پورې به ټول افغانستان له پاتو ماینونو او چاودیدونکو توکو پاک کړي.

XS
SM
MD
LG