د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګو بریدونو په کابل او هلمند کې درې ولسي خلک ووژل


ډاکټران وایي د لشکرګاه د سه شنبې د ورځې د برید د ټپیانو ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان دي.
ډاکټران وایي د لشکرګاه د سه شنبې د ورځې د برید د ټپیانو ډیر شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

نن کابل او هلمند د دوو ځانمرګو بریدونو شاهدان وو، وروستی برید د کابل ښار د هوايي ډګر پر سړک د بهرنیو ځواکونو په کاروان وشو.

افغان چارواکي وايي برید کې یو ولسي وګړی وژل شوي، خو ځيني رسنیو د پنځو کسو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د کابل د امنیې قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې په برید کې ۲۲ ولسي خلک ژوبل شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت چارواکو ویلي چې په برید کې دوی ته زیان رسیدلی نه دی.

طالبانو د برید مسولیت منلی دی او د ډېرو بهرنیو ځواکونو د وژلو دعوه یې کړې ده.

د هلمند ځانمرګی برید

اخوا، په هلمند کې یو ځانمرګي بیا د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په نښه کړې ده، چارواکي وايي په دغه برید کې دوه ولسي خلک وژل شوي دي او ۵۱ نور ژوبل شوي دي.

په ټپیانو کې یې دوه پولیس دي.

برید کوونکي د یو ټونس ډوله موټر په وسیله د هلمند د امنيې قومندانۍ د ودانۍ شاته دېوال سره نږدې چاودنه وکړه، د پیښې له ځایه لږ وړاندې د زراعت د نمرو په نوم د عامو خلګو کورونه پراته دي چې زخمیان شوي هم دي .

عمر ځواک وایي کله چې د هلمند امنیه قوماندان جنرال نبي جان ملاخیل د پیښې له ځایه لیدنه کوله یو بل ځانمرکی چې پلې روان و، په ملاخیل د برید هڅه وکړه چې د برید دمخه د امنیې قوماندان د ساتوونکو له خوا ووژل شو.

تر اوسه د افغان حکومت مخالفو وسله والو د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

په ارزګان کې هم ولسيان ژوبل شوي

د اروزګان په دهراود ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۲ تنه غړي ټپیان شوي دي.

پېښه په مزار کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وویل چې د افغان حکومت مخالفووسله والو غوښتل په سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه امنیتي پوسته د هاوان ډزې وکړي چې هاوان ګولۍ د پوستې پر ځای پر یو کور پریوت.

تراوسه طالبانو د ښاغلي نایاب د ادعا په باب څه نه دي ویلي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې لپاره د ولایت مرکز ترینکوټ کې روغتون ته لیږدول شوي دي.

دغه راز تیره شپه وسله والو په یوه برید کې دچورې ولسوالۍ د پوهنې مدیر مومن خان وژلی دی .

ښاغلی نایاب پدې باب وايي چي د چورې د پوهنې مدیر د تعلیم او تربيې د پوهنځي څخه فارغ شوې وو او له تیرو ۴ کالو راهیسی يې په دغه دنده کار کوه.

مومن خان د خپلې دندې پرمهال د چورې ولسوالۍ ګڼ تړلي ښوونځي د زده کونکو پرمخ پرانیسي وو .

دی زیاته وي وسله والو غوښتل چي لمړی نوموړی له ځان سره ژوندی یرغمل کړي خو هغه ورسره مقاومت کړی او په ډزو وژل شوی دی .

تر اوسه چا د دغې وژنې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی .

دا پېښې داسې مهال کیږي چې تیره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل د ولسي جرګې یوې غونډې ته په خبرو کې په را روانو میاشتو کې د امنیتي وضعیت د لا خرابیدو خبرداری ورکړی او ویلي دي چې مخالف وسله وال په راتلونکو میاشتو کې د ډیرو سیمو د نیولو نیت لري.

خو ښاغلي نبیل وویل چې افغان امنیتي ځواکونه هم د مخالفینو د بریدونو پروړاندې پوره تابیا نیولې ده

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG