د لاس رسي وړ اتصالات

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د کاندیدانو وروستۍ مناظره


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په دریمې او وروستۍ مناظرې کې د دیموکراتانو د ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن او جمهوري غوښتونکو د ګوند د کاندید ډانلډ ټرمپ تر منځ بیا هم په هغو مسایلو خبرې وشوې چې دواړه کاندیدن پرې د نظر اختلافات لري.

د بحث پیل د متحده ایالاتو په چارو کې د سترې محکمې په نقش، د امریکا په اقتصاد او دا چې څنګه څنګه امریکایانو ته روزګار پیدا شي، وشو.

د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هیلري کلنټن په بحث کې وویل چې " د سترې محکمې لپاره به داسې قاضیان معرفي کوي چې د ټولو امریکانو استازیتوب وکړی شي"

خو د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ بیا په هیلري کلنټن انتقاد وکړ چې " په اساسي قانون کې د دویم تعدیل په خلاف عمل کوي. " د دې تعدیل له مخې امریکایان حق لري چې وسلې واخلي خو کلنټن وویل چې یوزاې هغه څوک وسلې اخیستلای شي چې نوم یې د "مجرمینو " په لیست کې نه وي.

د اقتصاد او خلکو ته د کارونو د پیدا کولو په برخې کې هیلري کلنټن وویل چې په مالدارو او شرکتونو به مالیه لوړوي خو ټرمپ بیا د مالیو د لوړولو سره اختلافات لري. ښاغلی ټرمپ وایي که په شرکتونو مالیه کمه شي ، له یوې خوا به دغه شرکتونه زیاتو خلکو ته کار روزګار ورکړي او له بلې خوا به دیته مجبوره نشي چې د امریکا پر ځای په نورو هیوادونو کې تولیدات وکړي.

غیرې قانوني مهاجر:

د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا پخپلې هغې خبرې ټینګار وکړ چې د مکسیکو او متحده ایالاتو تر منځ دیوال جوړوي چې د غیرې قانوني مهاجرینو د راتګ مخه ونیسي او دا چې غیرې قانوني مهاجر به وشړي خو هیلري کلنټن بیا پدې ټینګار وکړ چې " نه غواړي د خلکو په ایستلو سره کورنۍ سره جلا کړي"

د کلنټن استدلال دا و چې د غیرې قانوني مهاجرینو چاره دې داسې وشي چې خلک ونشي کړی د هغوي نه ناوړه ګټه واخلي او ګټه یې امریکا ته ورسیږي.

د داعش په خلاف مبارزه:

دواړو کاندیدانو عراق ته د امریکایي ځواکونو د بیا لیږلو سره اختلاف درلود خو پدې یې ټینګار وکړ چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره باید چې مبارزه وشي. هیلري کلنټن د عراق موصل ښار د بیرته نیولو لپاره د کردي او عراقي ځواکونو سره د امریکا د خاصو عملیاتو د ځواکونو او مشاورینو کار وستایه او هیله یې وښوده چې د موصل په نیولو سره به د سوریې د راقې ښار هم د اسلامي دولت یا داعش د ډلې نه ونیول شي خو ډانلډ ټرمپ بیا وویل چې د موصل تر نیولو وروسته به "ایران امریکا ته یو لیک راولیږي او مننه به وکړي چې موصل مو ورته ونیوه. "

د انتخاباتو وروستۍ نتیجه:

سره لدې چې ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړنۍ مناظرې کې ویلي و چې که د هغه سیاله، د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن انتخابات وګټي، هغه به یې ومني خو دا ځل یې وویل چې " د انتخاباتو د نتیجې د معلومیدو په ورځ به پریکړه کوي چې آیا نتیجه مني که نه"

ډانلډ ټرمپ د انتخاباتو په نظام انتقاد کوي او ادعا کوي چې د "درغلیو" نه ډک دی خو هیلري کلنټن بیا وویل چې ټرمپ یوازې هغه نظامونه د درغلو نه ډک ګڼي چې هغه پکې "بایلونکی وي. "

XS
SM
MD
LG