د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي او پارلمان توافق په غربي مطبوعاتو کې


د کرزي او پارلمان توافق په غربي مطبوعاتو کې
د کرزي او پارلمان توافق په غربي مطبوعاتو کې

د لاس انجلس تایمز ورځپاڼه د جنوری د ٢٣ نیټې په گڼه کې لیکي چې د پارلمان سره اختلاف په افغانستان کې هغه وخت پیل شو چې کرزي ویلي ؤ چې ترڅو د خاصې محکمې فیصلې معلومیږي د ولسي جرگې غونډې تر یوې میاشتې پورې وځنډولې شي.

ورځپاڼه لیکي د ولسی جرگې د نویو منتخب شوو غړو او د حامد کرزي ترمنځ اختلاف پرون شنبې هغه وخت رفع شو چې ده موافقه وکړه چې د ولسی جرگې غونډې دې هفته کې وشي. پخوا ده ویلي ؤ چې غونډې دې یوې میاشت پورې وځنډیږي ترڅو د خاصې محکمې پریکړې معلومې شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، د ولسي جرگې غړو دا پریکړه کړی وه چې د کرزي خبرو ته غوږ ونه نیسي او د ولسي جرگې لمړنۍ غونډه وکړي. دوی دا خبره کړې وه که چیرته د پارلمان په ودانۍ کې ددوی مخه ونیول شي نو دوی حاضر دي چې په کوم جومات یا د سړک په غاړه خپله لمړنۍ غونډه وکړي. دغه اختلاف ددې سبب شوی ؤ چې یو قوی سیاسی بحران رامنځ ته شي.

ورځپاڼه لیکي، دنوی پارلمان د ولسي جرگې٢۴٩ غړي د سپتمبر په میاشت کې د هغو انتخاباتو په ترڅ کې وټاکل شول چې په درغلیو ککړ ښودل شويدي. وروسته تر دې چې د درغلیو خبره زیاته شوله نو د انتخاباتو د څارنې کمسیون یو په څلورمه برخه د رایو پاڼې باطلی کړې او نولس کاندیدان چې مخکې بریالي اعلان شوي وو، نا اهل وبلل.

ورځپاڼه لیکي چې د کرزي حکومت د زیاتو تحقیقاتو غوښتنه وکړه. ډیر خلک په دې عقیده دي چی د پښتنو په سیمو کې د درغلیو په سبب ډیر شمیر کاندیدان پارلمان ته لاره پیدا نه کړه. د افغانستان سترې محکمې فیصله وکړه چې ددې موضوع د څیړنې لپاره یوه خاصه محکمه جوړه شي اوکرزي اعلان کړی ؤ چې ددغې محکمې تر اعلان پورې د ولسي جرگې غونډه دې یوه میاشت وځنډولې شي.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې کرزي د شنبې په ورځ د جمهوری ریاست په ارگ کې د نویو بریالي شوو کاندیدانو سره خبرې وکړې او هڅه یې وکړه چې دغه بحران ته د حل یوه غوره لاره دغه ومومي. د امریکا او د ملگرو ملتو تر فشار لاندې کرزي دې ته غاړه کیښودله چې په راتلونکې هفته کې د پارلمان لمړنۍ غونډه وشي. ویل کیږي چې کرزی به دغه اعلان ژر وکړي او بیا غونډې د چارشنبې په ورځ پیلې شي کوم چې د افغانستان اساسی قانون غوښتنه داسې کوي.

لاس انجلس تایمز د فوزیه کوفي له خولې ویلي دي که چیرې کرزی په خپله ژمنه ونه دریږي دوی حاضر دي چې د پارلمان غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG