د لاس رسي وړ اتصالات

لاس انجلس ټایمز: پاکستان پدې ارزي؟


لاس انجلس ټایمز: پاکستان پدې ارزي؟
لاس انجلس ټایمز: پاکستان پدې ارزي؟

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د جولای په ۱۳ مه پوښته کوي چې ایا زموږ اړیکې له پاکستان سره په ساتلو ارزي ؟ واشنګټن پاکستان ته د خپلو نظامي مرستو دریمه برخه چې ۸۰۰ ملیونه ډالره کیږي ځنډولې ده. دا د پاکستان د هغه کار په وړاندی یو عکس العمل دی چې له امریکا سره یې خپله همکاري کمه کړېده.

د امریکا او پاکستان اړیکې په دې باندې سړې شولې چې امریکا اسلام اباد ته په نږدې ښار ایبټ اباد کې، د مې په ۲مه د اسامه بن لادن خلاف علمیات وکړل او اسامه بن لادن په دغو عملیاتوکې ووژل شو.

پاکستان په دغه چپاو خبر کړی شوی نه و، نوځکه یې حکومت په داخل کې له شرم او خجالت سره مخ شو او به بهرنۍ دنیا کې پرې سخت انتقادونه وشول چې ښايي په حکومت کې داسې څوک موجود و چې د بن لادن د استوګنې په باب یې معلومات درلود.

له هماغه وخت راهیسې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې شویدي.

د مرستو د ځنډولو په برخه کې د امریکا څو تنو چارواکیو دلایل وړاندې کړل. د پنټاګان نطآق ډګرمن ډیویډ لاپن وویل ددغو مرستو ځنډول مستقیما د پاکستان له هغو فیصلو سره تړاو لري، چې د پاکستان پوځ د امریکا نظامي روزونکي له پاکستان نه وایستل او د امریکا د پرسونل په ویزو باندې یې محدودیتونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن، د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، د پاکستان لپاره به د مرستو ځنډول، ددغه هیواد په وړاندې په پالیسۍ کې د بدلون مانا ونلري خو په دې خبره ټینګار کوي چې له پاکستان سره شراکت په همکارﺉ پورې اړه لري.

د پرویز مشرف نظر

د پاکستان پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف په دې کار تر ټولو مخکې اندېښنه او خواشیني څرګنده کړله. هغه وویل دی د امریکا ددې فیصلی په برخه کې خواشینی دی چې وايي امریکا د پاکستان لپاره ۸۰۰ ملیونه ډالره نظامي مرسته په ټپه درولې ده.

پروېز مشرف دا خبرې د تیرې دوشنبې په ورځ، د تکزاس د هیوسټن په پوهنتون کې د وینا په وخت وکړلې. هغه خپلو اورېدونکیو ته د امریکې له خوا د نظامي مرستو بندیدل یوه فاجعه وبلله.

پخواني جمهور رئیس وویل، ددغو مرستو بندونه د امریکا د ګټو لپاره سودمن کار ندی ځکه دا به د ترهګرﺉ خلاف جګړه کې، پاکستان کمزوری کړي.

د اسلام آباد دریځ

برحاله پاکستاني چارواکیو هم د امریکا له خوا نه د مرستو په ځنډونه باندې اندیښنه څرګنده کړله. په دې ترڅ کې د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار د سه شنبې په ورځ وویل که امریکا پاکستان ته ٨٠٠ ملیون ډالره نظامي مرستې بندې کړي، نو حکومت به شاید د ګوښه قبایلي سیمو نه خپل عسکر چي د یاغیانو سره په جګړو بوخت دي، راوباسي.

احمد مختار پا کستاني مطبوعاتو ته وویل چي پاکستان نه شي کولای خپل عسکر په داسي ګوښه سیمو کي د اوږدې مودې د پاره وساتي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د مرستو په ځنډونه باندې د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کې وویل په داسې حال کې چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرﺉ خلاف جګړه د پاکستان جګړه ده، خو ددې جګړې نه ټولې نړۍ ته ګټه رسیږي.

لاس انجلس ټایمز لیکي د پاکستان پوځ له امریکا سره مرسته کوي چې د القاعده هغه غړي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پټ عملیات کوي یا ونیسي او یا یې وولي. خو اکثره وخت په طالبانو باندې چې د امریکا پر پوځ او ناټو باندې بریدونه کوي سترګې پټوي.

لاس انجلس ټایمز لیکي د امریکا بل شکایت د پاکستان دهمکارﺉ د څرنګوالي په برخه کې دا دی چې پاکستان په دې نږدې وخت کې، د سي آی اې د مامور رېمنډ ډېوېس له پیښې نه وروسته د امریکا د خاصو قواو روزونکي له خپل هیواد نه وایستل. پیښه داسې وه چې ریمنډ ډېوېس دوه پاکستانیان ووژل او بیا یې ادعا وکړله چې هغوی غوښتل دی لوټ کړي.

ټایم: ولې پاکستان مرسته غواړي؟

د ټایم ورځپاڼې مدیره هیئت د امریکا چارواکیو ته سلا مشوره ورکړې وه چې له پاکستان سره خپلې معاملې په پټه حل کاندي. په پاکستان کې د اېبټ اباد له پیښې نه وروسته په پاکستان کې شور او غوغا دار حیرانتیا وړ نه وه خو امریکایان د خپل انډیوال هیواد په دې عکس العمل خپه وو.

دغه هیئت خبرداری ورکړی و چې په ښکاره باندې د پاکستان غوږونه تاو نکړي. دغه مدیره هیئت وویل که څه هم د مرستو ځنډونه د منلو وړ کار دی خو پکار ده چې د امریکا چارواکي دې ته اجازه ورنکړي چې اړیکې بالکل خرابې شي. ځکه پاکستان په جغرافیوي لحاظ د افغانستان جګړي ته ډیر اهمیت لري. او د افراطي ډول خلاف معلومات برابروي.

د ټایم د مجلې یوغړي انټونی کارن وايي پر دې سربېره د مرستو بندونه د دواړو هیوادونو تر منځ فاصله نوره هم زیاتولی شي.

پاکستان له مخکې نه د بن لادن په وژلو د دوی له اجازې نه پرته خپه و خو د مرستو بندېدلو په پاکستان کې نوره اندیښنه اوخپګان هم راپارولی دی.

هغه وايي د پاکستان عام خلک نه غواړي چې د دوی پوځ له امریکا سره همکاري ولري. خو هغه وايي چې د عامو خلکو نظر به ښايي ددغه هېواد په اقداماتو کې دومره غټ دلیل نه وي لکه د پوځ خپلې ګټې چې په نظر کې نیول شوي دي. پاکستان د افغانستان جګړې ته له هند سره د شخړې د یوې برخې په نظر ګوري. په هر حال دواړه هیوادونه د اړیکو سړولو ته ځانونه چمتو کوي او امریکا دا توقع کولی شي چې پاکستان نور هم ورڅخه لیرې شي.

ورځپانه لیکي چې پاکستان اساسا دې ته لیوال و چې له امریکا سره مرسته وکړي چې پر طالبانو فشار راولي چې اسامه بن لادن، له افغانستان څخه وباسي خو کله چې امریکا د طالبانو رژیم نسکور کړ، د پاکستان او امریکا د ګټو په منځ کې فاصله پیدا شوه ځکه چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله او د شمالي ټلوالې سره چې د طالبانو سیله ډله وه، هند مرسته کوله. پاکستان په دې نیت له طالبانو سره مرسته کوله چې په کابل کې هند پلوه رژیم منځته رانشي.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د مرستو بندول به لا زیات پاکستانیان د امریکا مخالف کړي او په ښکاره باندې له پاکستان سره مخالفت به د دواړو هیوادونو اړیکې چې همدا اوس هم کمزوری دی نورې هم کمزورې کړي. مدیره هیئت په پای کې لیکي چې له پاکستان سره د اړیکو خرابېدل به د امریکا د جمهوررئیس پلان چی له افغانستان څخه راووځي کمزوری کړي.

کریستوفر هېچنسن لیکي چې پاکستان په یو شمېر مسایلو کې امریکا له خوږ ګوتې نه نیولې ده او دې کار د امریکا عسکر له خطر سره مخ کړي دي او دا ډېر بد حالت دی چې امریکا پکې لتاړه ده.

XS
SM
MD
LG