د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان غواړي د اسرائیلو خلاف ملگرو ملتونو ته شکایت وکړي


لبناني مقامات وايي غواړي چې ملگرو ملتونو ته په لبنان کې د اسرائیلو د جاسوسئ په خلاف شکايت وکړي.

د لبنان حکومت وايي چې د لبنان د مخابراتو د شرکت څو تنو کارکوونکو د اسرائیلو لپاره جاسوسي کوله.

د لبنان د اطلاعاتو او کلتور وزیر طارق مطري نن د کابینې دغونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل، په دې باب وزیرانو پریکړه وکړه چې د امنېت شورا ته په لبنان کې د اسرائیلو د جاسوسئ د شبکې په خلاف باید حکومت یو مفصل شکایت وړاندې کړي.

تیره میاشت د لبنان حکومت د دولت د مخابراتو د شرکت، الفا، درې تنه غړي په دې الزام ونیول چې د اسرائیلو جاسوسان دي.

ددی نه مخکې یوې عسکري محکمې د حسن احمد حسین په نوم یو لبنانی سړی په دې تور په حبس محکوم کړ چې په کال ٢٠٠٨ میلادی کې یې د حزب الهه په باب اسرائیلو ته پټ معلومات ورکړي وو. او تیره هفته محکمې یو بل سړی هم په دې جرم قید کړ چې په کال ٢٠٠٦ میلادی کې یې د حزب الهه او اسرائیلو په منځ کې د جنگ په وخت اسرائیلو ته پټ معلومات برابر کړي وو.

XS
SM
MD
LG