د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان او اسرائیلو تر منځ د ونو پر سر خونړۍ جگړه


تیره ورځ د لبنان او اسرائیلو پر سرحد د ونو پر سر په جگړه کې مرگ ژوبله واوښته. نن د ملگرو ملتونو سوله ساتونکو قواوو وویل، دغه ونې د اسرایلو د سرحد په خوا کې ولاړې وې.

د ملگرو ملتونو د سوله ساتوونکو قواو یوه اعلامېه چې نن خپره شوه وايي کومې ونې چې د اسرایلو عسکرو د سه شنبی په ورځ وهلې وې د سرحدي خط نه د اسرائیلو لور ته ولاوې وې. دغه سرحدي خط ملگرو ملتونو د دواړو هېوادونو د خاورې د بیلولو په خاطر کښلی دی.

کله چې د دوشنبې په ورځ اسرایلی عسکرو ددغو ونو قطع کول شروع کړل نو دواړو خواوو یو په بل باندې ډزې وکړې.

دوه لبنانی عسکر یو ژورنالست او یو اسرایلی منصبدار په پرونیو نښتو کی ووژل شول.

لبنانی مقاماتو وویل چې د اسرایلو جیټ الوتکو او زمکینو قواو د لبنان په سرحدي ښار عدسیه باندې حمله وکړه.

دوه لبنانی عسکر او د لبنان د الخبار د ورځپاڼې یو خبریال یې ووژل.

په دغه حمله کې څو کسان زخمېان شول. نښتې د څو ساعتونو نه وروسته پای ته ورسېدلې.

د لبنان حکومت وویل چې اسرایلو د یوه کرین نه په استفاده غوښتل چې د لبنان په خاوره کې دننه ونې ووهي.

د اسرایلو صدرعظم نبیامین نتن یاهو خپلو عسکرو ته نن امر وکړ چې د لبنان د پوځ له خوا د ډزو په مقابل کې ډیر سخت ځواب ورکړي.

نتن یاهو خبردارئ ورکړ چې د اسرایلو په خلاف د هر عمل مسوولیت مستقیما د لبنان د حکومت په غاړه دی.

خو د لبنان صدراعظم سعد هریری هم نن د اسرایلو حمله وغندله او اعلان یې وکړ چې دغه اقدام یې د لبنان د استقلال او ملی حکمیت په خلاف عمل و.

د لبنان د حزب اله مشر حسن نصراله نن گواښ وکړ چې د حزب اله جنگیالي تیار دي چې ددغه شان حملو په مقابل کې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG