د لاس رسي وړ اتصالات

د سورېې مخالفینو خپل نوی مشر وټاکه


خالد خواجه د سورې د ملي ټلوالې نوی مشر

خالد خواجه د سورې د ملي ټلوالې نوی مشر

د سوریې ملي ټلواله د سوري جنگیالیو سره د تړاو لرلو او د عادي خلکو سره د نه تماس درلودو برسیره، نړیوالو بحث‍ونو کې یو داسې ډله پاتې شوې چې وایي کولای شي د هیواد کابو څلور کلنه کورنۍ جگړه پای ته ورسوي.

خالد خواجه د هادي البحره څخه د دغې ټلوالې ریاست اخلي چې ویل کیږي د سعودي عربستان سره نږدې اړیکې لري.

ښاغلي البحره د یوې دورې لپاره د سورې د ملي ټلوالې رئیس و او د دویمې دورې لپاره یې ځان کاندید نکړ، خو په دغه سیاسي کمیټې کې به پاتې شي.

۴٩ کلن خالد خواجه په دمشق کې زیږدلی، ډاکټر او سوداگر دی. هغه د یکشنبې په ورځ په یوه مختصره غونډه کې چې په استانبول کې جوړه شوې وه له ١٠٦ رایو نه ٥٦ راې وگټلې.

دغه ١١١ کسیزه هیئت یو نوی عمومي منشي او یو مرستیال هم ټاکلی. د ملي ټلوالې په وینا د مرستال څوکۍ د کردي غړي لپاره تشه ساتل شوی، ځکه چې کردانو تر اوسه خپل استازی ندی معرفي کړی.

لبنان کې سوري کډوال

لبنان کې سوري کډوال

په لبنان کې د سوري کډوالو وضعیت

د لبنان حکومت د دوشنبې په ورځ د سوریې پر اتباعو باندې دغه هېواد ته د داخلیدلو لپاره د نورو بهرنیانو په څېر د ویزې او اسنادو د لرلو شرایط نافذ کړل.

د لبنان د عمومي امنیت مشر، جنرال عباس ابراهیم وویل سر له دوشنبې نه به د لبنان چارواکي د سوریې خلکو نه په سرحد کې په دې هیواد کې د پاتې کېدو هدف او وخت پوښتنه کوي. دا نوي مقررات د هغو محدودیتونو برسیره دي چې په لبنان کې د میشتو سوري کډوالو باندې د مخکي وضع شوي و.

سوریې خلک لبنان ته د راتگ لپاره ویزې ته ضرورت نلري او ښاغلي ابراهیم وویل دا به همداسي پاتې شي خو د سورې خلک به لبنان ته د ننوتلو لپاره اسنادو ته اړتیا ولري چې د بهرنیانو لپاره د ویزې درخواست ته ورته والی لري.

خو په لبنان کې د سوریې کډوال وایي دا بدلون به د هغوي ژوند نور هم د ستونزمن کړي. د عم حسن په نوم یوه په لبنان کې سوري کډواله وایي ځکه سرحد ته راغلې ده چې مور یې نن باید له سرحد نه دې غاړې لبنان ته راغلې وای. هغه د نويو مقرراتو په هکله وویل:

"د ویزې په هکله معلوماتو باندې مې سر خلاص نشو. زه فکر کوم چې د دریو میاشتو لپاره به له کوم ممانعت پرته کار ورکړي، بیا وروسته هیله منده یم چې هر څه به سم شي. یوازنی شی چې مونږ غواړو هغه دا ده چې د غوطه دمشق په لویدیځ او ختیځ کې وضعیت ښه شي چې بیرته ستانه شو."

لبنان د څه دپاسه یو میلون کډوالو کوربه دی چې په نړۍ کې تر هر بل هیواد نه د سړي سر په حساب ډیر کډوال پکې ژوند کوي. لبنان تیر کال هڅه کړې وه چې د خپل گاونډي هیواد سوریې نه د کډوالو راتگ محدود کړي چې د جگړې له وجې په تېښتې دي.

د ملگرو ملتونو کډوالو اداره وایي د کال ٢٠١۴ نیمامي نه را پدیخوا په لبنان کې د راجستر شویو سوري کډوالو شمیر کم شوی. لبنان وایي د اوکتوبر میاشت کې یې هغه خلک ومنل چې عاجل نړیوال خونديتوب ته یې اړتیا لرله. تر اوسه لا څرگنده نه ده چې د نويو مقرراتو سره به دا پالیسي دوام وکړي که نه.

XS
SM
MD
LG