د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال پولي صندوق په دفتر کې په یو لیک کې ایښول شوی بم وچاودید


په فرانسه کې د اسلامي دولت د ډلې له څو تروریستي حملو وروسته د دوه کالو راهیسې بېړنی حالت نافذ دی
په فرانسه کې د اسلامي دولت د ډلې له څو تروریستي حملو وروسته د دوه کالو راهیسې بېړنی حالت نافذ دی

د فرانسې په مرکز پاریس کې د پنجشنبې په ورځ د نړیوال پولي صندوق په دفتر کې په یو لیک کې د ایښول شوی بم د چاودنې له امله ددې ادارې یوه کارکوونکې چې دغه پاکټ یې خلاص کړی و، ټپي شوې ده.

په دې پیښه کې چې په اروپایي هیوادونو، په ځانگړې توگه په فرانسه کې د سختو امنیتي تدابیرو سره سره رامنځ کیږي کوم تاوان نه دی اړولی، خو ددې سبب شوه چې پولیس د نړیوال پولي صندوق له ودانۍ نه ټول کارکوونکي وباسي.

د نړیوال پولي صندق رئیسې کریستین لاگارد، دغه پیښه " د تشدد یو ډارن عمل" وگاڼ]. هغې وویل چې ددې پیښې د تعقیب او د خپلو کارکوونکو د امنیت لپاره د فرانسوي مقاماتو سره له نژدې په تماس کې ده.

د فرانسې پولیسو وویل چې په څو تیرو ورځو کې په پاریس کې میشت نړیوال پولي صندوق د تیلیفون له لارې گواښل کیده، خو د پولیسو په وینا حتمي نه ده چې دغه گواښونه دې د پنجشنبې د ورځې له پیښې سره تړاو ولري.

په فرانسه کې د اسلامي دولت د ډلې له څو تروریستي حملو وروسته چې دوه کاله مخکې د ۲۳۵ کسانو د وژنې سبب شوې، په دې هیواد کې بېړنی حالت نافذ دی.

د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند، ددې پیښې نه څو ساعته وروسته خبریالانو ته وویل "کله چې په یو لیک کې د ځای پر ځای شوي بم سره مخامخ کیږئ، له دې پرته بله کلیمه نه لرئ چې ووایي یو ځل بیا له حملې سره مخامخ یو".

یوه ورځ مخکې له دې د جرمني د مالیې وزارت ته هم یو پارسل استول شوی و چې حفیفه منفجره مواد په کې ځای پر ځای شوي وو او له چاودیدو دمخه کشف او خنثی کړای شو. یوې یونانۍ گډوډي غوښتونکې ډلې د پارسل د استولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په یونان کې اکثر سخت مالي تدابیر د نړیوال پولي صندوق او د اروپایي ټولنې د مرستندویه پروگرام له خوا وړاندیز شوي دي چې د یونان حکومت د هغه هیواد د مالي بحران نه د خلاصون په مقصد پلي کړي دي.

XS
SM
MD
LG