په لېبېا کې معمر قذافی ته وفاداری قواو د اجدابېه په ښار باندی چې دېاغېانو په لاس کې و هوايی بمباری کړېده. د اجدابېه ښار په ختېځ کی پروت دی. دقذافې سره وفاداری قواوی د بنغازي په لور چی د ېاغېانو پوخ مورچل گڼل کېږی مخ په وړاندی روانې دي.
عېنی شاهدان وايی چې په هوايی بمباری کې د اجدابېه د ښار غربی څنډی ولگېدلی. دفرانسی خبری اژانس وايی چې لږ تر لږه ېو جنگېالی په دغه برېد کې ووژل شو.
د قذافې قواو ددوشنبی په ورځ د اجدابېه ښار بمباری کړ. پردی سر بېره هغوی د ېوبل ساحلی ښار زوواره ، چې د لېبېا په غرب کی دی هم بمباری کړ.
دزوواره ښار گوټی 120 کېلومتره د ترېپولی غربی برخی ته پروت دی. دا هغه ښارگوټی دی چی یاغیانو دخپل بغاوت په پېل کې نېولی و.
رپوټ وايی چې د لېبېا ېاغېان ډېره کمه وسله لري او ښه ترا منظم ندی. هغوی په دې قادرندی چې د لېبېا د پوځ د پرمختگ چې هوایی قوه هم ورسره ملگری ده، مخه ونېسی.
په تېره اونی کې د ېاغېانو پرمختگ په غربی برخو کې تقرېبا 200 کېلومتره په شا تنبول شوېدی.