د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا خلګو د خپل پاڅون کلیزه ولمانځله


د لیبیا خلګو د خپل پاڅون کلیزه ولمانځله

د لیبیا خلګو د خپل پاڅون کلیزه ولمانځله

د لیبیا خلکو په خپل ملک کې د هغه انقلاب لومړۍ کلېزه ولمانځله چې په نتیجه کې ېې د پخواني دېکټاتور معمرالقذافي حکومت رانسکور شو.

پرون ناوخته ددغه جشن په مناسبت د لیبیا په ټولو ښارونو او ښارگوټو کې دخوشحالۍ مراسم پیل شول .په ختېځ ښار بنغازي کې ډېر کلک امنېت نېول شوې و.په زرگونو خلک چې دلبیبا ملي جنډې ېې په لاسونونوکې نېولې وې، د بنغازي د محکمو په میدان کې راټول شول او دخوښۍ له امله ېې نعرې وهلې. ټاکل شوې چې د جشن رسمي مراسم به نن دجمعې په ورځ په دغه ښاراو دملک په نورو ښارونوکې شروع شي.

د لیبیا خلک دانقلاب د بریالیتوب له امله خوشحاله ښکاري او دخپل هېواد د راتلونکې په اړه هم خوشبین دي. خو د انتقالي حکومت یوه پخواني وزیرعلي الطرهوني وویل چې ډېر کار لا اوس هم پاتې دی چې باید سره ورسېږي.

د معمر القزافي د رژیم د راپرزولو لپاره پروسږکال په فبرورۍ کې په طرابلس کې خلګو پاڅون شروع کړ او د هغه 42 کلنه استبدادي دوره ېې پاې ته ورسوله. دلیبیا په کورني جنگ کې په زرگونو خلک ووژل شول. مخالفانو پروسږکال په اکټوبر کې د قذافي پلارنی ښار سرټ ونېوی او نوموړی ېې وواژه.

XS
SM
MD
LG