د لاس رسي وړ اتصالات

د بنغازي پېښه او په کانګرس کې پرې تاوده بحثونه


دامریکا د استخباراتو پخوانی رئیس ډېویډ پېټرېېس به په دې اونۍ کې دکانگرس په یوه جرگه گۍ کې په لیبیا کې د بنغازي د پېښې په برخه کې گواهي ورکړي. دسږکال د سپتمبرپه 11- مه نېټه دلیبیا په بنغازي نومي ښارکې دامریکا پرکونسلگرۍ باندې برید وشو او د امریکا دسفیر کریس ستیوینسن په شمول څلور تنه پکې مړه شول.

دامریکا د استخباراتو پخوانی رئېس ډېوېډ پېټرېېس به دکانگریس داستخباراتو د جرگه گۍ په هغه غونډه کې چې د جمعی په ورځ به دبندو دروازو ترشا دایره شی گواهی ورکړي.

ښاغلي پېټرېېس ېوه اونۍ مخکي د جمعی په ورځ استعفی ورکړه ځکه چې د امریکا د فیدرالي پولیسو د تحقیقاتو له مخې دهغه غیرمشروع جنسي روابط له پاله براډوېل سره راڅرگند شول.

پاله براډوېل هغه خبریاله ده چې د ښاغلي پېټرېېس سوانح یې لیکلی . ددغو جنسي اړیکو ترڅنگ دا ا ندېښنی هم راپېدا شویدي چې ایا د ملي امنیت مسایلو ته خو به کوم ګواښ ور پېښ شوی نه وي.

رپوټ وايي چې پېټرېېس به په دې غونډه کې لېبېا ته د خپل سفر او د هغو تحقیقاتو په برخه کې معلومات ورکړي چې تراوسه پوري د دغې پیښې په برخه کې سوي دي. ښاغلي پېټرییس له دې سره هم موافقه ښودلې ده چې د سنا داستخباراتو دخاصې جرگه گۍ په غونډه کې هم حاضر شي او هغوی ته خپل معلومات ورکړیي. سناتورې ډاېن فاېن سټاېن وویل چې دهغه دگواهۍ مهال وېش لا په دې جرگه گۍ کې ندی ټاکل شوی .

ټاکل شوی وه چې پېټرېېس په دی اونۍ کې مخکی له دینه چې استعفې ورکړی، دامریکا دسنا دېوې جرگه گۍ په وړاندې گواهي ورکړي. دامریکا د استخباراتو نائب رئیس مایکل موریل به نن د پنجشنبی په ورځ دسنا د کومېټې په مخکې گواهي ورکړي. له هغه سره به دامرېکا د ملی استخباراتورئیس جمېز کلپر James Clapper په دغه غونډه کې حاضر وي.


د لیبیا د بنغازي په پېښه کې دامریکا ډیر استاځي دا پوښتنه کوي چې ایا د پېښی په وخت کې په دغه کونسلگرۍ کې په کافې اندازه امنیتي پرسونل موجود و او که نه. له هغوي سره بله اندیښنه دا ده چې ایا د اوباما ادارې داهڅه کړیده چې یوڅه معلومات له دوي نه پټ وساتي اوکه نه ددې لپاره چې دنومبرد 7 مې نېټې د جمهوري ریاست په ا نتخاباتو کې ځان له خجالت نه وساتي .

ولسمشر براک اوباما پرون د چارشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې د بنغازي پر مسله باندې بحث وکړ. ولسمشر براک اوباما په غوسه ناکه لهجه خبرې وکړلې ؛ هغه د جمهوري غوښتونکو استاځو انتقادونه د امریکا د ملگروملتونو دسفیرې سوزن راېس خلاف " دنه منلو وړ " وبلل.
پر سوزن راېس باندې دهغو تبصرو له امله انتقادونه کېږي چې هغی د بنغازی دپېښې نه سمدلاسه وروسته وکړلې. سوزن رایس ویلي وو چې په لیبیا کې د بنغازی برېد دهغو مظاهره چیانو دمظاهرو له امله ناڅاپه وسو چې د مسلمانانو پرضد له ېوه فیلم نه راپیدا شوي وې، خو وروسته بیا دا معلومات خپاره شول چې دا برید دالقاعدې له خوا نه دیوه پلان له مخې سوی و. خو سپېنې مآڼۍ وویل چې مېرمن سوزن رایس دا تبصرې دهغو معلوماتو پربنسټ کړي وې چې داستخباراتو له خوانه ور ته برابر کړی شوي و.
XS
SM
MD
LG