د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استخباراتو سره د قذافي حکومت نږدې اړیکې درلودې


د امریکا د استخباراتو سره د قذافي حکومت نږدې اړیکې درلودې
د امریکا د استخباراتو سره د قذافي حکومت نږدې اړیکې درلودې

رپوټونه وایي هغه اسناد چي په لیبیا کي ترلاسه شوي، ښئي چي د لویدیځو استخباراتي ادارو او د قدافي د حکومت ترمنځ څومره نژدې همکاري موجوده وه، په تیره بیا د تروریستانو په برخه کي.

د ( هیومن رایټس واچ ) په نامه د بشري حقوقو د موسسې څیړونکو پرون د جمعې په ورځ په پایتخت طرابلس کي د یوه دفتر د کتلو په وخت دغه اسناد پیدا کړي دي. دا د لیبیا د استخباراتو د پخواني رئیس ( موسی کاوسه ) دفتر و چي د معمر قدافي نژدې ملګری هم و. دا اسناد لا تر اوسه پوره تایید شوي نه دي.

دا هغه اسناد دي چي د ٢٠٠٢ کال را په دې خوا د لیبیا د استخباراتي ادارو او د امریکا د ( سي آي اې ) او د برتانیې د استخباراتو د ادارې تر منځ سره تبادله شوي وو. په هغو کي ددغو ادارو ترمنځ ګډ استخبارات، د پیشنهادونو ترجمې، د پروګرامونو او تقسیم اوقاتونو په اړه معلومات، د مشکوکو تروریستانو نه تحقیقات او پوښتني شاملي وې او همداراز د سي آي اې د رئیس هغه وینا چي د لیبیا پخواني مشر معمر قدافي ته یې لیکلې وه او په کي یې غوښتي و چي په منځنی ختیځ دي د عامي تباهۍ د وسلو نه فارغه سیمه وي.

یو بل سند هغه یادداشت دی چي د سي آي اې ددوهم لمبر لوي مامور ( سټیفن کېپس ) له خوا په ٢٠٠۴ کال کي ( کاوسه ) ته استول شوی و او د هغه نه غوښتل شوي و چي سي آي اې غواړي په لیبیا کي دائمي موجودیت ولري. په دې یادداشت کي چي په غیر رسمي توګه لیکل سوی و ، داسي ښودل شوي دي چي ددغو دواړو کسانو تر منځ نژدې اړیکي موجودي وې.

XS
SM
MD
LG