د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې


لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

د امریکا پوځ وايي چې د دوی یوه جنگي جیټ الوتکه په لیبیا کې غورځېدلې ده، په داسی حال کې چې د نړېوال نظامی عملېات په دې لگېا دي چې د معمر قذافې هوایي دفاع فلج کړي چې ملکیان د هغه له قواو نه خوندي کړي.

چارواکی وايی چې د الوتکی عمله د اېف 15 جېټ الوتکی نه ېې ځانونه را راستلی وو، روغه اوخوندی پېدا شوېده.

د امرېکا او افریقا د قوماندی ېو نطاق وېنس کراولی ووېل چې ددغی جنگی جېټ الوتکی دغورځېدلو سبب تخنېکی ستونزی وی.

کراولی ووېل چې دغه الوتکه په ډزو نده لوېدلی. ددغی الوتکی عمله پېدا شوېده. او ېوشمېر نورو پسی ېې لټه روانه ده. داېتلاف قواو پر لېبېا باندی دری شپې سخته بمباری وکړله.

دامرېکا جنرال کارټر هام ددوشنبی په ورځ ووېل چې اېتلاف به دملگرو ملتونو له خوانه دنه پرواز علاقه په ټوله لېبېا کې عملی کړی. خوهغه ووېل چی داېتلاف بمباری به کمه شی مگر داچې کوم غېرمعمولی شی پېښ شی.

هغه ېاغېان چې دقذافې د قواو له خوانه په شا تنبول شوی وو هغو ی لاتراوسه پورې داېتلاف دبمبارېونه په خپلوعملېاتو کې گټه نده اخېستی. دغه کار دا اندېښنی را پېدا کړېدی چی دغه شخړه د اوږدې مودی په ېوه جنجال بدلېدلی شی.

ېاغېان چې ډېرمنظم ندی کوشش کوی چې دا جدابېه ښار بېرته ونېیسی. ېاغېانو ووېل چې هغوی د دوشنبی په ورځ بېرته په شا را وتنبول شول، ځکه په دوی باندی د حکومت د قواو له خوانه دراکېټونو اوتوپونو برېد وشو. د قذافې قواوی اوس هم ښارته د ننوتلو لارې کنترولوي.

اوباما وايي لیبیا نظامي ماموریت ندی

جمهوررئیس براک اوباما وائې، دامریکا پالیسی دا ده چې دلیبیا مشر معمر قذافی باید له قدرت نه لاس واخلي خو هغه وايي چی ډګروال قذافې په خپله دنظامی عملیاتو هدف ندی، بلکه نړېوال نظآمی عملېات دقذافې د طرفدارو قواوخلاف دی.

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

ښاغلې اوباما د دوشنبی په ورځ د چیلی دهېواد په پاېتخت سانټیاگوکې دخبرو په ترڅ کی دهغه پرېکړی نه دفاع وکړله چې د لېبېا خلاف برېدونه پېل شی.

ښاغلی اوباما ووېل چې دامرېکا متحده اېالات ډېروساېل په لاس کې لری چې پرقذافې فشار راولی اوله قدرت نه ېې لېری کړی. په دې کې دهغه د شتمنېو نېول او د وسلو بندېز پرې لگول شامل دی.

ښاغلی اوباما ووېل چې نړېواله ټولنه نشی کولی چې د سېل بېن په څېر ودرېږی او تشی خبری وکړی، په داسی حآل کې چی ښاغلی قذافې خپل پوځ د خپلو خلکو په خلاف استعمال کړی.

هغه زېاته کړله چې امریکائې پوځ دنړېوالی پریکړی ملاتړکوی.

دغه پرېکړه د ملگرو ملتونو دامنېت شوری منظورکړېده او دنه پرواز دعلاقې دمعلومولو لپاره ېې صلاحېت ورکړېدی.

ښاغلی اوباما ووېل چې د امرېکا نظامي اقدامات په لېبېا کې ېو بشری مامورېت دی چی دملگرو ملتونو د پرېکړه لېک سره سم روان دی او په دی کې دنه پرواز دعلاقې عملی کول شامل دی. براک اوباما ووېل چې ددغه مامورېت اول پړاو چې د لېبېا د هوایی د فاع له کاره غورزول دی بشپړ شوېدی.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما ووېل چې امرېکا ددې مامورېت د اول پړاو رهبری وکړله ځکه چې ددې قابلېت او توان لری. خو په راتلونکېو ورځو کې به امرېکا دغه مشرتوب د دې اېتلاف نورو برخه والو ته وسپاری.

ښاغلئ اوباما ووېل ددغه ماموریت مختلف پړاونه لری او پدی کې به عربی نړۍ خامخا ېوه برخه مسولېت په غاړه واخلی.

اروپا:

رپوټ وايی چی په اروپا کې په دې مسله باندی تفرقه راغلی ده چې د لېبېا خلاف ددغه نړېوال مامورېت قومانده څوک په غاړه واخلی. دبرتانېې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون ووېل چې دنه پرواز د علاقې عملی کولو کار به ناټو ته وسپارل شی. خو فرانسی چې د ناټو د قوماندی په تشکېل کې په 2009 مېلادی کې برخه اخېستی ده وايي چې دوی نه غواړی چی دناټو اېتلاف په دغه مسله کې مرکزی نقش ولری.

ترکېه :

ترکېه چې دناټو ېوغړی هېواد دی په لېبېا کې دقوت له استعمال سره مخالفه ده. ترکېې له دېنه انکار وکړ چې دناټو هغه نظآمی پلان منظور کړی چې دنه پرواز دعلاقې لپاره ېې جوړ کړ ی و. دترکېې صدراعظم رجب طېب اردوگان ووېل چی دده هېواد له دې سره مخالف ندی چې ناټو په دې عملېاتوکې برخه واخلی . هغه ووېل چې دوی غوښتل داخبره ېقېنی کړی چی دا عملېات به لنډ وي او انجام به ېې دلېبېا اشغال کول نه وی.

چېن :

په عېن حآ ل چېن دسه شنبی په ورځ غږ وکړ چی په لېبېا کې دې سمدلاسه اوربند وشی. د چېن د بهرنېو چارو دوزارت نطاق جېانگ ېوه خبری کنفرانس ته ووېل چې چېن د نظامی قدرت له استعمال سره په دې مخالف دی چی دنورو ملکېانو د تلفاتو سبب کېږی. خو د چېن د په خبرو کې دامعلومه نه وه چې د غربی قدرتونو د هوايی برېدونو ختمول غواړی.

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

لیبیا کې امریکايي الوتکه رالوېدلې

چېن د ملگرو ملتونو دامنېت د شوری د پنځو داېمی غړېو په جمله کې راځې او د لېبېا په برخه کې ېې تېره اونی مستنکفه راېه ورکړی وه.

په دغه پرېکړه کې وېل شوېدی چې ټول هغه اقدامات به جاېز وی چی دلېبېا ملکېان د معمر قذافې له قواونه خوندی وساتل شی. ددوشنبی په ورځ د لېبېا حکومت غوښتنه کړی وه چې دامنېت شوری دې ېوه عاجله غونډه وکړی.

خو دامنېت شوری دغه غوښتنه رد کړله . ددې په ځاې به دامنېت شوری د پنجشنبی په ورځ غونډه وکړی چې د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون رپوټ ورکړی چې ددغه پرېکړه لېک مقررات څنگه عملی شوېدی.

XS
SM
MD
LG