د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې په تازه جګړو کې اته تنه وژل شوي


په لیبیا کې په تازه جګړو کې اته تنه وژل شوي

د لیبیا په شمال لویدیځ ښار ( نالوت ) کي نن د شنبې په ورځ د لیبیا د مشر معمر قدافي د قواو او یاغیانو تر منځ جګړې شوي دي.

یاغیانو وویل چي په دې جګړو کي لږترلږه اته کسه وژل شوي دي.

له بلي خوا ناتو د لیبیا د حکومت دا ادعا د قهر او خپګان وړ بللې چي وایي ناتو هوایي حملې په ملکیانو باندي کوي. د ناتو نطاقي ( اونا لینګیسکو ) نن په بروکسیل کی په یوه خبري کنفرانس کي وویل چی دا ښاغلی قدافي او د هغه قواوي دي چي په منظمه او وحشیانه توگه د لیبیا په خلکو باندي حملې کوی.

ښاغلي قدافي د جمعې په ورځ د آواز یوه فیته خپره کړه او په هغې کي یې دا هوډ وکړ چي د ناتو قواو ته به ماته ورکوي. هغه دا پیغام په داسي حال کی خپور کړ چي د ناتو جنگي الوتکو په پایتخت طرابلس کي په خپلو اهدافو باندي بمبارۍ وکړې.

د لبیا دولتي تلویزیون وویل چي نن هم د ناتو الوتکو د پایتخت په یوې بلي سیمي باندي حملې کړي دي.

او یو بل خبر وایي چي آسټرالیا هم نن اعلان وکړ چي د لیبیا مخالفه انتقالي ملی شورا به د لیبیا د خلکو د قانوني آساځي په توگه وپیژني. ایټالیې، فرانسې او قطر مخکي لا دغه شورا په رسمیت پیژندلې ده،

XS
SM
MD
LG