د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا د باندنیو چارو وزیر استعفی وکړه


د لیبیا د باندنیو چارو وزیر استعفی وکړه

د لیبیا د باندنیو چارو وزیر استعفی وکړه

د لیبیا د باندنیو چارو وزیر موسی کوسا بریتانیا ته رسیدلی دی او وايي چې د معمر قذافي حکومت یې پرېښود.

د بریتانیا چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل چې کوسا د تونس نه لندن ته په خپله خوښه سفر وکړ او د لیبیا چارواکو ته یې د خپل مقام نه د استعفی خبر ورکړ. بریتانیا د قذافي د نورو پلویانو نه هم وغوښتل چې د هغه د ملاتړ نه دي لاس واخلي.

خو د لیبیا د حکومت یو نطاق بیا دا رد کړې ده چې د باندنیو چارو وزیر د لیبیا د مشر د ډلې نه وتلی دی او وايي چې هغه بریتانیې ته په یوه ډیپلوماتیک سفر باندي تللی دی.

د بلي خوا نه په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ بیا دا تکرار کړه چې تر اوسه پوري هیڅ داسي پریکړه نه ده نیول شوې چې د لیبیا مظاهره کونکو قواوو ته دي وسلې ورکړل شي.

د سپینې ماڼۍ نطاق جې کرني داسي وویل،،د لیبیا د حکومت د مخالفینو سره د مرستې مسله چې یوه پراخه موضوع ده، مونږ له نږدې نه څارو. مونږ د مخالفینو سره په تماس کې یو او ورسره په چارو کې همږغي لرو ترڅو داسي لارې چارې پیدا کړو چې د وسلو نه پرته د مخالفینو سره مرستې وکړو او څنګه چې پرمخ ځو دوی ته نور امکانات برابر کړو.،،

د یادونې وړ ده چې پرون د چارشنبې په ورځ، داسي ریپوټونه خپاره شول چې د امریکا جمهور ریْس بارک اوباما یو مخفي فرمان لاس لیک کړی دی چې په ترڅ کې یې د یو لړ پټو او سري فعالیتونو اجازه ورکړل شوې چې د لیبیا د حکومت د مخالفینو نه ملاتړ وشي.

د آمریکا د نیویارک ټایمس ورځپاڼې خبر ورکړ چې سي آی ای یا د آمریکا د مرکزي استخباراتو ادارې څو تنه لیبیا ته لېږلي دي چې استخباراتي معلومات راټول کړي او په ضمن کې د قذافي د مخالفینو سره تماس ونیسي.

د لیبیا د مخالفینو یو نطاق دا تایید نه کړه چې د آمریکا سره یې تماس پیدا کړی دی.

د لیبیا د مخالفینو نطاق مصطفی غیریاني داسي وویل:،،مونږ پوهېږو چې د آمریکا د متحده ایالاتو نه یو خاص استاځی دلته راغلی دی خو دا نشو تاییدولای یا ردولای چې هغه دلې دی.،،

د چارشنبې په ورځ قذافي ته وفادارو قواوو د مخالفو مظاهره کونکو نه څو بندري مهم ښارونه بیرته ونیول چې په نتیجه کې یې د مظاهره کونکو د څو ورستیو ورځو بریاوې چې د ایتلاف د هوايي حملو سره تر لاسه شوي وې، معکوسې کړې.

خو د لیبیا مظاهره کونکو د شدیدو نښتو سره سره د راس لانوف او بریګا د ستراتیژیکو ښارونو په شاوخوا کې چې د تیلو غني سیمې دي خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG