د لاس رسي وړ اتصالات

قذافي پخپل پلرني ښارګوټي کې ایسار شویدی


د سرت د ښار یوه څنډه

د سرت د ښار یوه څنډه

د لېبېا انقلابي قواوې وايي چې ددوي جنګېالېو د لېبېا دپخواني مشر معمر قذافي دهغه په پلرني ښار سرت کې را اېسار کړېدی.

ناچاره ملکېان لا اوس هم کو شش کوی چې ددغه ښارنه وتښتی چې پر سړکونو دمخامخ جګړو کې اېسارنشی.

لاری کو څې په سوځېدلیو موټرونو باندی بندی وی په داسی حآل کې چی د لېبېا دموقتی شوری جنګېالېو د ټانکونو په مرسته د قذافی د پلوېانو سنګرونه وځپل. د موقتی شوری جنګېالی وايی چې د قذافی قواوی په دوه سېمو کې تر فشار لاندی دی.

او دوی د ېکشنبی په ورځ په سرت کې دری مهم ځاېونه ونېول. اول ېې شفاخانه ونېوله ، بېاېې پوهنتون ونېو او ورپسی ېې دمجالسو ېومرکز ونېو چې د قذافې وفادارانو د عملېاتو دمرکز په توګه استعمالاوه.

. دلیبیا دانتقالي حکومت مشر د یکشنبې په ورځ وویل ، دی توقع لری چې دښاغلی قذافي وروستی مرکزبه پدی هفته کې سقوط وکړی.

دملی انتقالی شورا رئیس مصطفئ عبدالجلیل دیکشنبی په ورځ وویل، دقذافی ‍ضد جنګیالیو په سرت او بن ولید کې چې دپائتخت جنوب پلوته پروت دی، پوره پرمختګ کړیدی.

رپوټونه وائې، په درو ورځنیو جنګونوکې دملی انتقالی شورا دیرش جنګیالی وژل شوی او څه دپاسه څلورسوه تنه نور زخمیان دی. دقذافی دپلویانو تلفات تراوسه پوری ندی معلوم.

دملی انتقالی شورا ماموران وائې، دسرت له نیولونه وروسته به دهیواد دآزاد ولو اعلان وکړی ځکه چې ددی معنئ به دا وی چې انتقالی حکومت دهیواد په ټولو هوائې میدانونواو بندرونوباندی کنټرول لری.

سرت دلیبیا دپائتخت طرابلس ختیځ ته په ٣٦٠ کیلومتری کې پروت دی او دښاغلی قذافی دملاتړ مرکز هم و.دقذافی ضدجنګیالی له درو هفتونه راپدی خوا کوښښ کوی چې دغه ښار ته ننوځی.

XS
SM
MD
LG