د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې د اسلامي دولت د پراخه کیدو ویره


د داعش سره اوس د لیبیا ملیشې جګړه کوي

د داعش سره اوس د لیبیا ملیشې جګړه کوي

په لیبیا کې هغه ملیشې چې د اسلامي دولت د ډلې سره جګړه کوي، وایي چې ددې ډلې اکثره جهادیان د لیبیا اوسیدنکي نه،بلکې د افریقایي هیوادونو اتباع دي. دوي وایي چې په لیبیا کې جهادي ډلې ورځ په ورځ پراخه کیږي او قومانده یې هم د خورا تجربه لرونکو قوماندانانو په لاس کې ده.

د لیبیا د مسراتا ایالت په یوې لیرې پرتې سیمې کې هغه ملیشې راټولې شویدي چې د اسلامي دولت د ډلې په مقابل کې یې ماتې خوړلې ده. دا د مسراتا په ښار کې تر ټولو مشهورې ملیشې دي او پدې غږیږي چې څنګه د اسلامي دولت ډلې هغوي ته ماتې ورکړه. د اسلامي دولت پورې یوې تړلې ډلې تیره میاشت د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي پلرنی ښار، سرت ونیوه.

قوماندان ابو خالد جازي چې د 166 مې لوا قوماندان او ویاند دی په سرت کې د خپلو ملیشو او اسلامي دولت د ډلې تر منځ د جګړې کیسه داسې کوي.


" د داعش سره جګړه د هغه پاڅون سره بشپړ توپیر لري چې مونږ د معمر قذافي په خلاف جګړه کوله. د لیبیا حکومت اوس د دوه ډلو تر منځ ویشل شویدی. د داعش جګړه ماران مخامخ جګړه نکوي او د جګړې لومړۍ کرښې بیخي نشته خو هغوي یو ناڅاپه په مونږ برید کوي او کله ناکله په نیمه شپه د زیات شمیر جنګیالیو پر مټ په مونږ برید کوي. "

په لیبیا کې د اسلامي دولت د ډلې ټول جنګیالي لیبیایان ندي، بلکه د نورو ګاونډیو هیوادونو نه هلته د جګړې لپاره ورغلي دي. قوماندان ابو خالد جازي د دغو جنګیالیو په باره کې داسې وایي:

" د داعش جنګیالي د مالي، موریتانیا، سوریې، الجزایر، مصر او تونس اتباع دي چې دلته د جګړې لپاره راغلي دي. مونږ هک پک یو چې زمونږ د 166 مې لوا جنګیالیو څنګه د هغوي په مقابل کې ماتې وخوړله. مونږ اوس ویره لرو چې د داعش به تر دې وروسته زمونږ سره څه کوي."

د اسلامي دولت جنګیالیو تیره اونۍ د مدیترانې د بحیرې په غاړې کې د سرت د ښار یو بل ښارګوټي هم ونیوه او د همدې ښار په لویدیځه غاړه کې یې یو غټ بریښنا کوټ ونیوه. هغه ځواکونه چې ځان د طرابلس د حکومت طرفداران ګڼي، د دې بریښناکوټ نه وتښتیدل او د دې نه معلومیږي چې حتی هغه قوي او تجربه کاره پاڅون کوونکي چې د معمر قذافي حکومت یې ړنک کړ، د داعش په خلاف د جګړې زور نه لري.

د اسلامي دولت جنګیالي ادعا کوي چې په روان میلادي کال کې یې لس ګونه مصري او د حبشې مسیحان حلال کړیدي او دا ادعا هم کوي چېد لیبیا په پایتخت طرابلس کې د کورینثیا په هوټل برید دوي کړی و چې د یوه امریکایي محافظ په شمول پکې لس تنه وژل شوي و. د بهرنیو هیوادنو په سفارتونو او د امنیتي ځواکونو د تالاشۍ په پوستو بریدونه هم دوي کوي.

په لیبیا کې اوس مهال دوه حکومتونه دي. یوې ډلې په پایتخت طرابلس کې د حکومت اعلان کړی خو بل حکومت چې نړیوالو هم په رسمیت پیژندلی د طوبروک په ښار کې چارې پر مخ بیایي. دغه دواړه ډلې قدرت پر سر جنجال لري چې د اسلامي دولت د ډلې لپاره یې د فعالیتونو ښه فرصت پیدا کړیدی.

د لیبیا د ملیشو د معلوماتو له مخې د اسلامي دولت ډله اوس مهال په لیبیا کې شاوخوا درې زره جنګیالي لري خو خبرداری یې ورکړی چې خپل نفوذ به نور هم پراخه کړي. د انصار الشریعه په نامه د یوې سخت دریزه ډلې مشر د همدې تیرې پنجشبنې په ورځ د درنه په ښار کې د اسلامي دولت ډلې سره د یو ځای کیدو اعلان وکړ.
عبد محمد قاید چې د قذافي په خلاف پاڅون کې د لیبیا د یوې جګړه مارې ډلې غړی و او اوس په طرابلس کې د پارلیمان غړی دی، وایي چې د اسلامي دولت د ډلې تخم په لیبیا کې وکرل شه.


" که چیرته ژر تر ژر د داعش مقابله ونشي نو دغه ډله به لا پسې قوي شي او بیا به ګرانه شي چې د هغوي ریښې د لیبیا نه وباسو. "

محمد قاید په افغانستان کې هم جګړه کړیده او د القاعده د شبکې سره د یو ځای لپاره یې د ددې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن غوښتنه رد کړې وه. د هغه ورور د القاعده د شبکې یو مهم غړی و چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG