د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د لیبیا په ماموریت ویاړو


اوباما: د لیبیا په ماموریت ویاړو

اوباما: د لیبیا په ماموریت ویاړو

د لیبیا د ملي انتقالي شورا چارواکو نن د جمعې په ورځ هغه پلان ځنډولی دی چې د لیبیا پخوانی مشر معمر قذافي خاورو ته وسپاري. هغه وروسته له هغه نه ووژل شو چې جنګیالیو د هغه پر پلرني ښارسرټ باندي برید وکړ.

د دینه مخکي چارواکو ویلی و چې قذافي به د جمعې په ورځ په یوه پټ ځای کې خاورو ته وسپارل شي.

لیبیایانو نن د جمعې په ورځ د قذافي د وژل کیدو له امله خوشالۍ کولې. په ډلو ډلو خلګ د لیبیا په بیلابیلو برخو کې لارو کوڅو ته راوتلی وو او د خوشالۍ له امله یې هوايي ډزې کولې او د هیواد نوی بیرغ یې ښوروی.

په ټلفون کې اخیستل شوې ویډیو ښيي چې د لیبیا انتقالي شورا جنګیالي، د مرګ نه مخکي ټپي شوی په وینو لتاړ قذافي انتقالوي. وروسته بیا د هغه د مرګ ویډیو ګانې خپرې شوې.

په عین حال کې د نړۍ مشرانو په چټکۍ سره د قذافي د مرګ په هکله غبرګونونه وښودل . د ناروې د لومړي وزیر جینس شتولتنبرګ سره د لیدو وروسته د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینې ماڼۍ کې وویل چې هغه د لیبیا د مشر د رجیم په راپرځولو کې د ناټو په رول باندي ویاړ کوي. ،،زه په دې عملیاتو کې زمونږ د فعالیت په خاطر ډیر ویاړ لرم. تر ټولو مهمه زه په دې ویاړم چې د لیبیا خلګ خپل ارمان ته ورسیدل. زما په آند اوس د لیبیا خلګ یو ډیر غټ فرصت په مخ کې لري. دوي زیاتې ستونزې او مشکلات هم په مخ کې لري خو اوس مونږ دوي ته دا فرصت برابر کړی دی چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.،،

په عین حال کې د ناټو عمومي منشی فاګ راسموسن هم د لیبیا د ورستیو حالاتو او بدلونونو په هکله خبري کړي دي. ،،د قذافی د ۴۲ کلنې واکمنۍ وروسته اوس د وهم او ویرې وخت پای ته ورسیدی. اوس لیبیا کولای شي چې په خپل تاریخ کې تیارو شیبو ته د پای ټکي کښېږدي او یو نوی فصل پرانیزي. ناټو او ملګرو هیوادونو یې د ملګرو ملتونو هغه پریکړه لیک په سمه توګه پلي کړ چې موخه یې د لیبیا د خګو ژغورل و. مونږ به د لیبیا د ملي انتقالي شورا او ملګرو ملتونو په همږغۍ سره خپل نظامي ماموریت پای ته ورسوو او هغه وخت اوس ډیر نږدې دی.،،

دغه راز د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کیمرون هم وویل چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د قذافي د وخت قربانیان په پام کې وساتو.،،زما په اند نن هغه ورځ رارسیدلې ده چې د ډګروال قذافي ټول قربانیان یاد کړو. ټول هغه قربانیان چې د لاکربي نه نیولې، بیا د لندن ونې فلیچر تر پېښې پوري او بیا د آی ار ای د تروریزم قربانیان چې د لیبیا حکومت ملاتړ ځینی کړی و. مونږ باید ټول هغه لیبیایان هم په یاد وساتو چې د معمر قذافي د ظالم رجیم په وخت کې ووژل شول.،،

د یادونې وړ ده چې د قذافي د مړینې د څرنګوالي په هکله بیلابیل ريپوټونه خپاره شوي دي.

د لیبیا موقتي لومړی وزیر وايي چې پخوانی مشر په یوه غار کې پټ و او وروسته د قذافی ضد او پلویانو ترمنځ په نښو کې هغه سخت تپي شو او ومړ خو ځیني نور چارواکي بیا وايي چې هغه په وهلو وهلو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG