د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران نن د لیبیا پر راتلونکي خبرې کوي


د نړۍ مشران نن د لیبیا پر راتلونکي خبرې کوي
د نړۍ مشران نن د لیبیا پر راتلونکي خبرې کوي

د نړۍ مشران نن د پنجشنبې په ورځ په فرانسه کې سره راغونډیږي چې د معمر القذافي له ۴۲ کلنې واکمنې وروسته د لیبیا د راتلونکي په هکله خبري وکړي. په همدې ترڅ کې د هغو هیوادونو شمیره مخ په ډیریدو ده چې د لیبیا لنډمهاله اداره په رسمیت پیژني. روسېې نن اعلان وکړ چې د دغه لنډمهاله اداره په رسمی پیژني.

د پاریس په غونډه کې به د نړۍ د ۶۰ هیوادونو استازي برخه ولري. په ګډونوالو کې به داسي استازي هم وې چې د لیبیا لنډمهاله اداره په رسمیت نه پیژني.

تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د لیبیا د ملي انتقالي شورا مشر مصطفی عبدالجلیل د نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره او دغه راز د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره یو ۱۸ میاشتنیز پلان وړاندي کړي.

نن فرانسې وویل د لیبیا ۲ میلیارده کنګل شوې شتمني به آزاده کړل شوي. دغه پریکړه له هغه وروسته کیږی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې په نړۍ کې د لیبیا د کنګل شوو شتمنیو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه.

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر الین جوپې وویل:

"مونږ باید د لیبیا د ملي انتقالي شورا سره مرسته وکړو ځکه دغه هیواد ځپل شوی دی او پکښي بشري وضیعت ډیر خراب دی. خلګ د اوبو، برېښنا او تیلو د کمښت سره مخامخ دي. لیبیا په خپله یو بډایه هیواد دی. مونږ اوس هڅه کوو چې د لیبیا ضبط شوي پیسې او شتمنې آزاد کړو. فرانسې د لیبیا یو نیم میلیارده ضبط شوې ایرو آزاده کړه چې په مرسته به یې ددغه هیواد د بیارغونې کارونه پیل شي".

د اروپايي ټولنې ډیپلوماتان وایې نن به د لیبیا پر بندرونو ، د تیلو پر کمپنیو او په سلګونو نورو صنایعو وضع شوي بندیزونه لیري سي. ددغه اقدام موخه دا ده چې د لیبیا د ملي انتقالي شورا سره مرسته وشي چې هغه اقتصادي فعالیتونه بیرته پیل کړي کوم چې د قذافي د حکومت پر وخت پرې بندیزونه لګیدلي وو.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي د چارشنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې د ازادې لیبیا سره د همکارۍ یو نوی پړاو پیل کړي.

ښاغلي سارکوزی وویل:

"د لومړي ځل لپاره اروپايانو دا ثابته کړه چې په اغیزمنه توګه یې وشو کړای چې د لیبیا په شخړه کې ورښکیل شي، هغه هیواد چې اروپا ته نږدې پروت دی. لیبیا د مدیترانې په سیمه کې پرته ده او مدیترانه د اروپايانو د کاروبار لومړی بازار دی".

په واشنګټن کې د نړیوالو اړیکود مرکز کارپوه سټیفن کوک د لیبیا په هکله د نړیوال کنفرانس او دغه راز د لیبیا سره د بیارغونې په برخه کې د مرستو په اړه وایې:

"زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه بله هیڅ لاره نلري پرته له دې نه چې د لیبیا انتقالي ملي شورا په رسمیت وپېږني. که نور نه وي لږترلږه د هغو ژمنو په ترسره کولو کې باید سپما ونسي چې د لیبیا د صبط شویو پیسو په هکله شوې وې. په دغو پیسو کې د معمر قذافي د خوا ۴۰ میلیارد پټ ساتل شوي ډالر هم شامل دي. زما په آند د لیبیا ملي انتقالي شورا به دغه مسله راپورته کړي او له مخې به یې د دغه هیواد د بیارغونې په بهیر کې مرسته وشي. د تونس او مصر په څیر لیبیا هم له یوې ستونزې سره مخامخ ده، هغه دا چي پر دغو هیوادونو مشرانو یې د لسیزو دپاره پاچاهي کړې ده او پکښي ټول سیاسي بنسټیز تاسیسات له منځه تللي دي".

په عین حال کې د لیبیا ملي انتقالي شورا قذافي او هغه ته وفادرو ځواکونو ته د شنبې تر ورځې وخت ورکړی دی چې ځانونه او د خپل واک لاندي ټولې سیمې تسلیم کړي.

خو د معمر قذافي زوي سیف الاسلام د لیبیا د انتقالي شورا د څرګندونو په ځواب کې وویل:

"تر هغه چې د چمتوالي مسله مطرح ده، مونږ یاغیانو ته دا وایو چې تاسي راسی د سرتې ښار ته او بیا به درته په ډاګه سي. تاسی فکر کوی چې دغه ښار ته راننوتل آسانه دي خو دا درته وایم چې په دې ښار کې ۲۰ زره وسله وال جنګیالي د جګړې لپاره چمتو دي. تاسې نه بلکې مونږ غواړو چې په جګړه کې درسره راښکیل شو او په پای کې بریالي شو".

خو د سیف اسلام څرګندونې د هغه د ورور سادي له خبرو سره توپیر لري. سادي د العربیې تلویزون ته ویلي و چې د قذافي ضد قواوو سره د یوه ایتلافي حکومت جوړولو ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG