د لاس رسي وړ اتصالات

د لیببا مشر قذافي د خپلو چارواکیو ملاتړ له لاسه ورکړی


د لیببا مشر قذافي د خپلو چارواکیو ملاتړ له لاسه ورکړی

د لیببا مشر قذافي د خپلو چارواکیو ملاتړ له لاسه ورکړی

د لېببا مشر قذافې دخپلو چارواکېو ملاتړ له لاسه ورکړېدی خو تښتېدلی ندی.

رپوټ وايي چی هغه هم په لیبیا کې دننه د غټو چارواکېو ملاتړ له لاسه ورکړېدی او هم په بهر کې ېوشمېر چارواکی یا استعفې کوی او یا نورو ملکونو ته پنا ه وړي.

دا ټول کارونه په دې سبب کېږی چې هغه دهغو مظآهر ه چېانو خلاف سخت اقدامات وکړل چې له قدرت نه دده لیرې کیدل غواړي.

رپوټ وايی چې قذافې د لنډې شېبی لپاره ددوشنبی په ورځ په تلوېزېون کې ېوه وېنا وکړله هغه ووېل چی دی د لېبېا په پاېتخت کې دی نه په وېنزووېلا کې.

له هغه سره ېوه غټه چتری وه او د ېوه وان موټر په اول سېټ کې ناست و. له هغه وخت راهېسی چې مظاهری شروع شوېدی دا اول ځل و چې هغه په عام محضر کې راښکاره شوی و.

رپوټ وايی چی دغو مظاهره چېانو د معمر قذافې 42 کلن حکومت ته غټه ستونزه ورپېښه کړېده. د لېبېا دېپلوماتانو په څو هېوادونو کې اعلان کړېدی چې هغوی خپلې اړېکی له قذافې سره شلولی دی چې پر هغواقداماتو اعتراض وکړی چې دده قواو د مظاهره چېانو خلاف کړېدی. په امرېکا کی د لیبیا سفیر علي اوجالي اسوشتېدپرېس ته ووېل دی په دې عقېده دی چې قذافې باېد له قدرت نه لاس واخلی.

د لېبېا سفارتونو په مالېزېا اواسترالېاکې هم وېلی دی چې دوی نور دقذافې نماېندگی نه کوی. په هند کې د لېبېا سفېر علی العېساوی ددوشنبی په ورځ استعفې وکړله. هغه ووېل هغه تشدد چې د لېبېا امنېتی قواو د مظاهره چېانو خلاف وکړ هغه دمنلو وړ ندی.

دملگرو ملتونوعمومی منشی بان کېمون وايی چې دی دلېبېا د حکومت په سخت تشدد باندی چې دمظاهره چېانو خلاف ېې کړېدی، ډېر په غوسه دی. هغه د لېبېا مشر معمر قذافې ته ووېل چې دخپلو خلکو خلاف له تشدد اومر گ ژوبلی نه سمدلاسه لاس واخلی.

بان کېمون ووېل چې ده د لېبېا د امنېتی قواو له خوانه پر خلکو باندی د ډزو ډېرې دردناکی او ارېانوونکې صحنی لېدلی دی. د لېبېا امنېتی قواو د مظاهره چېانو خلاف له جنگی الوتکېو او هېلېکوپټرونو نه کار اخېستی دی. هغه دغه اعمال، د نړېوال قانون نه د د ډېروسختو تېرېو په نامه ېاد کړل. بان کېمون په خپلو خبرو کې ووېل چې ده قذافې ته ووېل چې پکارده د خلکو بشری حقوقو، د بېا ن او غونډی د جوړولو ازادي باېد په بشپړه توگه وساتل شی.

رپوټ وايی چې د ملگرو ملتونو د امنېت شوری به د سلامشوری لپاره، د سه شنبی په ورځ ېوعاجل مجلس جوړ کاندی چې دلېبېا په جنجال باندی بحث وکړی. د لېبېا د ملگرو ملتونو داستاځی مرستېال ابراهېم داباشی، دا غوښتنه هغه وخت وکړله چې د معمر قذافی خلاف درېځ ېې غوره کړ ، ابراهېم داباشی غږ کړېدی چې د لېبېا مشر معمر قذافی دی له قدرت نه وغورځول شی.

رپوټ وايی چې په ملگرو ملتونو کې د لېبېا نماېنده ابراهېم داباشی او په نېوېارک کې د لېبېا نورودېپلوماتانو غږ کړېدی چې دوی غواړی په دې برخه کې ېو نړېوال اقدام وشی چې د لېبېا مشر دخپلو خلکو له ډله ئېزو وژنو نه اېسار کړی.

د بشری حقوقو عالی کمشنر ناوي پلی، دهغه څه په برخه کې د نړېوال تحقېق غوښتنه کړېده چې دی ورته د لېبېا له خوانه په منظم اوپراخه ډول د ملکېانو خلاف د لېبېا برېدونه وايی.

XS
SM
MD
LG