د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا په مظاهرو کې ۱۰۴ تنه وژل شوي


د لیبیا په مظاهرو کې ۱۰۴ تنه وژل شوي
د لیبیا په مظاهرو کې ۱۰۴ تنه وژل شوي

په امریکا کی د بشري حقوقو یو ګروپ وایی چی د حکومت ضد مظاهرو باندی د لیبیا د حکومت حملو په نتیجه کی په پنځو ورځو ناآرامیو کی ۱۰۴ کسه وژل شوی دی. دغه مظاهری د لیبیا په ختیځ کی شوی.

هیومن رایټ واچ د مړو دغه تخمینی شمیر نن یکشنبی په ورځ اعلان کړ. پرون د لیبیا امنیتی ځواکونو په هغه مظاهره چیانو باندی چی د بن غازی په ښار کی د نورو فعالینو د جنازی د مراسمو لپاره سره راټول شوی وه ډزی وکړی.

د عربی مطبوعاتو راپورونه وایی چی لږ تر لږه ۱۵ مظاهره چیان د شنبی د ورځی په ډزو کی وژل شوی دی. د لیبیا د ځینو اوسیدنکی د لیبیا د حکومت دغه عمل عام وژنه بولی. شاهدان وایی چی ټوپک والو په هغه ماتم کوونکو چی غوښتل یی یو پوځی تعمیر ته ننوزی ډزی وکړی.

دغه مظاهری چی د سه شنبی په ورځ پیل شوی تر ډیره حده د بن غازی په ښار اود د لیبیا په ختیځ کی نورو ښارونو کی شوی. دغه مظاهری د لیبیا مشر معمر القذافی چی د ۴۰ کال نه راپدیخوا په دغه ملک حکومت کوی د چیلینج سره مخ کړی. د معمر القذافی طرفدارانو بیا د تیر څو ورځی راهیسی د لیبیا په مرکز، تراپولی، کی کوچنی مظاهری کړی.

XS
SM
MD
LG