د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا په ډیرو ښارونو کې د حکومت خلاف مظاهرې شوي


د لیبیا په ډیرو ښارونو کې د حکومت خلاف مظاهرې شوي
د لیبیا په ډیرو ښارونو کې د حکومت خلاف مظاهرې شوي

په لیبیا کی د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو تر منځ د سختو نښتو نه وروسته، د حکومت مخالفانو په خلکو باندې غږ وکړ چې نن دې په یوه غټه مظاهره کې گډون وکړي.

د لیبیا یو شمیر جلا وطنو سیاسي مشرانو او د بشري حقوقو طرفدارانو د فیس بوک د ویب سایټ په وسیله په خلکو باندې غږ کړی دی چی راپاڅي او د حکومت پر خلاف دې نن د قهر او غصې ورځ ولمانځي.

د لیبیا ولس هم دمصر او ټونس د ولسي پاڅون نه الهام اخلي او کوښښ کوي چې ددغه هیواد جابر او مستبد حکومت راوپرزوی.

د لیبیا د حکومت یوې مخالفې ویب پاڼې (الیوم) نن راپور ورکړ چې پرون د مظاهره کوونکو او امنیتی ځواکونو تر منځ د نښتو په دوران کی ۴ کسان ووژل شول.

مظاهره کوونکي د لیبیا د بیدا په ښار کې راوتلي وو او د معمرالقذافي د حکومت پرخلاف یې شعارونه ورکول.

پرون په سلگونو مظاهره کوونکو په بن غازی کې هم دپولیسو سره نښتې وکړې. رارسیدلی رپوټونه وايي چې خلکو پولیس په آتشي بمونو او ډبرو وویشتل او موټرو ته یې اور واچوه.

دAP خبري اژانس وايي چې دلیبیا دمشر پر خلاف د زینتان په جنوبي ښار کې هم خلک راپاڅیدل او په سلگونو خلکو په دغه ښار کی د پولیسو او امنیتي ځواکونو عمومي مرکز ته اور واچوه.

په نیویارک کی دبشری حقوقو یوه مدافع سازمان Human Rights watch وویل چې حکومت پرون په ټریپولي کې د بشري حقوقو ٩ ملاتړ کوونکي ونیول.

معمر القذافی چې د تیرو ۴٢ کلونو نه په لیبیا باندې خپل واک چلوي په همدې ورځ په کال ١٩٨٧ میلادي کې د هغه په خلاف یو خونړی پاڅون شوی و او په کال ٢٠٠٦ میلادي کې یې ٩ تنه ځوانان یې د حکومت پر خلاف د بغاوت په الزام په ښکاره توگه چارماري کړل.

XS
SM
MD
LG