د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا حکومت د قذافي د زوی مړینه ردوي


د لیبیا حکومت د قذافي د زوی مړینه ردوي

د لیبیا حکومت د قذافي د زوی مړینه ردوي

د لېبېا حکومت دېاغېانو دا ادعا ردوي چې وایي د معمر قذافي ېو زوي د ناټو په بمباري کې وژل شوېدی. د حکومت نطاق موسی ابراهېم دغه رپوټونه درواغ وبلل او وېوېل دا د دی لپاره وېل کېږي چې د زلېتان په غربي ښار کې د ملکېانو په وژلو پرده واچول شي.

د لېبېا د حکومت نطاق داخبرې د جمعی په ورځ وروسته له هغه نه وکړلې چې ېاغېانو ووېل چې خامس قذافې او د حکومت 30 تنه نور د زلېتان په ښار کې داېتلاف د بمبارېو او له مخالفېنو سره د جگړې په نتېجه کې وژل شوېدي. په اېتالېا کې دناټو ېوه چارواکي ووېل چې دوي دغو رپوټونو ته کتنه کوي.

خامس قذافې دخپل پلار په پوځ کې ېو ستر قوماندان دی. دهغه مرگ به د لېبېا دمشر دهغو هڅو لپاره ېوه ستره ضربه وي چې غواړي په خپل ملک کې څو مېاشتنی پاڅو ن کرار کړي.

له بل پلوه ، د لیبیا حکومت په ناټو باندي تورلگوي چي په ( زیلیتان ) کې ملکي اهداف ولي. دا د هغه هیواد په لویدیځ کي یو ښارگوټی دی چي په دې وروستیو ورځو کي د حکومتي قواوو او یاغیانو تر منځ په کي سختي جگړې روانې دي.

حکومت دا تور پرون د پنجشنبې په ورځ په خپلو تلویزیوني خپرونو کي په ناټو باندي ولگاوه. لدې نه یوه ورځ مخکي د لیبیا حکومتي چارواکو د یاغیانو هغه ادعا هم رد کړې وه چي ویل یې هغوي ددې ښار کنټرول تر لاسه کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس وویل چي د لیبیا چارواکو ژورنالیستان ( زیلیتان ) ته ور وبلل. د لیبیا حکومت ویلي دي چي د ناتو په هوایي حمله کي د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي چي دوه تنه یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG