د لاس رسي وړ اتصالات

په سرت کې لا هم سختې جګړې روانې دي


په سرت کې لا هم سختې جګړې روانې دي

د لیبیا د موقتي حکومت جنګیالي د هغه هیواد د پخواني مشر معمر قدافي د طرفدارو قواو سره د هغه په کورني ښار ( سرت ) کي په سختو جگړو اخته دي.

عیني شاهدان وایي په داسي حال کي چي د ملي موقتي شورا جنګیالي کوشش کوي په دې ښار گوټي باندي خپله قبضه پراخه کړي، ددروندو توپونو ډزو دغه ښارگوټی لړزولی دی. د جمعې د ورځي ددې جگړو مرکز د

( کواګا دو ګو ) د کنفرانس د ودانۍ شاوخوا ځایونه وو چي د قدافي قواوي په کي اوسیږي.

درې هفتې کیږي چي د ملي موقتي شورا جنګیالي د ( سرت ) د ښارګوټي د نیولو د پاره جنگیږي. هغوي پیشبینی کړې چي په څو راتلونکو ورځو کي به ددغه ښارگوټي بشپړ کنټرول تر لاسه کړي.

په لیبیا کي د ناتو د عملیاتو قوماندانان هم په دې باور دي چي د قدافی طرفداري قواوي د ماتي په درشل کي دي. د امریکا ددفاع یوه لوړ رتبه مامور پرون وویل چي د ناتو قوماندانان یقین لري چي قدافي نور د خپلو طرفدارو قواو قومانده له لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG