د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د لیبیا غړيتوب لغوه کړ


سوزن رایس، په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره
سوزن رایس، په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پرون د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو له شورا څخه د لیبیا غړیتوب ددې لپاره لغوه کړ چې ددغه ملک حکومت پر حکومت ضد مظاهره چیانو باندې چپاو بند کړي.

د ۱۹۲ملکونوشورا ددې لپاره د لیبیا غړیتوب فسخ کړ چې په دغه ملک کې حکومت د خپلو خلکو بشري حقوق تر پښو لاندې کړي دي.‌ دا لومړی ځل دی چې په ملګرو ملتونو کې د یوه ملک په خلاف دغه ډول اقدام کیږي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سوزن رایس وايي، دا کار لیبیا ته ښه ځواب دی.‌

سوزن رایس، په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره: ملګرو ملتونو په یوه غږ د لیبیا د سر زورو واکمنانو په خلاف غږ اوچت کړی دی.‌ دغه بې ساري اقدام ښاغلي قضافي او د هغه ملاتړو ته ښکاره خبرداری ورکوي چې وژنې باید بندې کړي. که یو رهبر پداسې سیستماتیک او پراخ اکثریت د خپلو خلکو حقوق تر پښو لاندې کوي او واک ټینګوي نو واکداري یې مشروعیت نلري.‌ هغه باید ولاړ شي او باید همدا اوس ولاړ شي.

په عین وخت کې،‌ د لیبیا د حکومت ضد فعالینو طرابلس ته نږدې له حکومتي قواوو سره حګړه کړې او خپل مهم مرکز د زاویې سیمه یې په لاس کې ده.‌

د یاغیانو یوه ویاند له مالټا نه وویل چې په دې عقیده دی چې نتیجه د دوی په خوا ده.‌

یوسف شګان،‌ د مقاومت ویاند: حالات ښه دي. ډیر ښه. په هره دقیقه کې زموږ زور او‌ وسلې زیاتیږي. ډیرې وسلې له عسکرو لاسته راوړو،‌ پر امنیتي پوستو باندې حملې کوو، او د دوی موټرې او وسلې ضبطوو.‌ موږ پر دوی حمله کوو او دوی تښتي،‌ دوی بې له دې چې ډزې وکړي تښتي.

خبريادارودحکومت ضد یوه فعال له قوله ویلي چې دوی به زاویه په هیڅ قیمت له لاسه ورنکړي. ویل کیږي چې یاغیان د داسې نظامي‌ کسانو او رضاکارانو تشکیلات جوړوي چې پر پایتخت طرابلس ورشي.‌

XS
SM
MD
LG